كابل كې ځانمرګي بريد ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
كابل كې ځانمرګي بريد ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې ځانمرګي بريد ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د دې وزارت مرستيال وياند نجيب دانش په خپله فېسبوك پاڼه كې ليكلي، د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ميدان وردګو ولايت د استيناف محكمې د مامورينو پر موټر ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې لس تنه ملكي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د دې بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.