په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د امنيتي ځواکونو په هدفي وژنو کې زیاتوالی راغلی دی

د خيبرپښتونخوا ایالت د پېښور امنيتي چارواکي وايي په دغه ښار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د پاکستان د سرحدي ځواک درې سرتېري وژل شوي دي.

د چارواکو160525135349_peshawar_fc_640x360_afp په خبره پر ځواکونو دا برید د دغه ښار پر رېنګ سړک په پتنګ څلورلاره کې شوی دی.

د یادې سیمې د پولیسو يوه مشر ناصر خان بي بي سي ته ویلي، د پاکستان د سرحدي ځواک یو مامور امیر بادشاه لال دین له خپل کور څخه د دفتر پر لور روان و چې پرې وسله والو برید وکړ او په نتیجه کې يې د نوموړي په ګډون د هغه ساتونکی او موټرچلوونکی هم ووژل شول.

د چارواکو په خبره تر دې پېښې سملاسي وروسته امنيتي ځواکونو یاده سیمه په ولکه کې اخیستې او په شاوخوا سیمو کې يې د پلټنې عمليات پېل کړي دي.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د امنيتي ځواکونو په هدفي وژنو کې زیاتوالی راغلی دی چې په ترڅ کې يې يو شمېر سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغسې ډېری پېښو پړه د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې پر غاړه اخلي، خو د دغې نوې پېښې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *