د پاکستان پوځ مشر د ډرون برید پر سر د امریکا له سفیر سره ليدلي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/05/160525073543__us_mr_david_hale_visited_ghq_and_called_on_coas_general_raheel_sharif_t_640x360_ispr_nocredit1.jpg)
امريکا د طالبانو مشر ملا منصور په ډرون بريد کې وژلی و
د پاکستاني پوځ لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال راحیل شریف چارشنبې (۲۵ مې) په راولپنډۍ کې د پاکستان پوځ په اډه کې په دغه هېواد کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفیر ډېويډ هېل سره لیدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي په دغه ليدنه کې د تېرې شنبې په ورځ د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د امريکايي ډرون بريد يادونه شوې چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د امریکا سفیر ته د ډرون بريد په اړه اندېښنه څرګندنه کړې او دغه برید يې د پاکستان پر “خپلواکۍ تېری” یاد کړی.
دغه اعلاميه زیاتوي دا ډول بریدونه نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړیکو بد اغېز کوي، بلکې په سیمه کې هم د سولې او ټيکاو هڅې سړې کولی شي.
د تېرې شنبې په ورځ امریکا په يوه ډرون برید کې د طالبانو مشر ملااختر مصنور وژلی و. همدا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې لومړنی ډرون برید دی.
طالبانو چارشنبې تاييد کړه چې د دوی مشر ملا اختر منصور په دغه برید کې وژل شوی او د هغه ځای ناستی يې هبت الله اخندزاده ټاکلی دی.