پاکستان وايي په دغه هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ډېويډ هېل، د بهرنیو چارو وزارت وربللی دی او په بلوچستان کې د شوي ډرون برید پر ضد يې ورته احتجاج ثبت کړی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ویل شوي، د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو ځانګړي مرستيال طارق فاطمي په پاکستان کې د امریکا سفیر ډېوېډ هېل راغوښتی او د مۍ پر ۲۱مه نېټه يې د پاکستان پر خاوره شوي ډرون برید يې اندېښنه څرګنده کړې.

څو ورځې وړاندې امريکا اعلان کړی و چې د طالبانو مشر160523183527_us_ambassador_to_pakistan_david_hale_624x351_usembassy ملا اختر منصور يې په بلوچستان کې په ډرون بريد کې وژلی دی.

دا خبرپاڼه زیاتوي د امریکا د سفیر او طارق فاطمي ترمنځ په دې لیدنه کې فاطمي ورته ویلي، دا ډرون برید د پاکستان پر مځکنۍ بشپړتیا تېری او د هېوادونو تر منځ د ملګرو ملتونو د خونديتوب له منشوره “سروغړنه” ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره پاکستان په دغه احتجاج کې د امریکا سفیر ته ویلي له دې ډول بریدونو سره په افغانستان کې د سولې لپاره د څلور هېوادیزو غونډو پر هلو ځلو هم بد اغېز غورځولی شي.

پاکستان که څه هم تراوسه په رسمي توګه لاهم دا تاييد کړې نه ده، چې ګواکې په بلوچستان کې په امریکايي ډرون برید کې وژل شوی کس د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وي او زیاتوي همدا وژل شوی کس ولي محمد نومېږي او د بلوچستان د کلاعبدالله سیمې اوسېدونکی دی.

بلې خواته د طالبانو ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، دوشنبې او پرون یکشنبې دواړه ورځې د دوی ځينو لوړپوړو مشرانو په کوټه کې غونډې درلودې، ځينې يې وايي په همدې غونډو کې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته د هغه د ځای ناستي د ټاکل کېدو په هکله خبرې شوې دي خو طالبانو په رسمي توګه لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *