ویل کېږي دعه هوايي اډه روسي او سوري ځواکونو په ګډه کاروله

په هغو نویو تصویرونو کې، چې له سټیلایټ نه اخسیتل شوي، د مرکزي سوریې یوه هوايي اډه لیدله کېږي، چې سخت زیان وراوښتی دی.

دغه اډه پر اسلامي دولت نومي ډلې له بریده وروسته روسي ځواکونو کاروله.

د استخباراتي کمپنۍ ‘ سټرېټفور ‘ تصویرونه ښيي، چې تېره اونۍ دغې ټي ۴ نومي اډې کې دننه د درنو چاودنو یوې لړۍ څلور هیلیکوپترې او شل لارۍ ویجاړې کړې دي.

د روسیې یوې160412111920_160412080201_rus_624x351_afp پلوي ویبپاڼې په وینا دغه هیلیکوپترې روسي او سوري ځواکونو په شریکه کارولې.

د روسي اپوزیسیون یوې ویبپاڼې بیا لیکلي په اډې کې پراخ اور ولګید، چې ګاډي یې وسوځل او وروسته یې روسي هیلیکوپترې هم لولپه کړې.

په لومړي سر کې د اسلامي دولت نومي ډلې پلوي خبري سرچینو د پېښې د لامل له یادولو پرته د پېښې رپوټونه خپاره کړل او په همدغه ورځ وروسته اسلامي دولت نومي ډلې یو عکس خپور کړ، چې دوی وايي وسله وال ملګري یې د یادې هوايي اډې لور ته چې د تیاس په نوم هم یادیږي راکټونه توغوي.

د سټرېټفور پوځي چارو ماهر سیمټاک وايي:

”د هغه څه برعکس چې یو شمېر اوازې یې وايي دغه تصویرونه راښيي، چې دا یوه تصادفي پېښه نه ده او د هوايي اډې په شاوخوا کې درنې چاودنې ښيي، چې پر روسانو یو ډېر دروند ګوزار شوی.”

نوموړي د اسلامي دولت نومي ډلې پلوي ویبپانې ( اماق ) خبره سمه بولي او وايي، دغې ډلې پر هوايي اډې برید کړی دی. روسي ځواکونه ته پر اوښتي زیان سربېره دغه سیمه چې هوايي اډه پکې موقعیت لري، له ستراتيژیک پلوه خورا مهمه بلله کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *