عاملين يې نیولي دي او د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي

کابل 619141ښار دوولسمه امنيتي حوزې اړوند دریو وروڼو خپل څلور خپلوان وژلي دي.

د کابل پولیسو رسنیو ته ويلي چې پېښه نن سهار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې شوې ده.

د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي وايي چې پېښه د کورني تاوتريخوالي پایله ګڼل کېږي.

هغه وايي چې یو تن د خپلو دوو وروڼو په مرسته د هغه مېرمن، اوښی، خواښې او خسر وژلي دي.

عبیدي وايي چې عاملين يې نیولي دي او د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.

د هغه په خبره د دې کس مېرمن د پلار کورته تللې وه او دوی ورپسې د هغوی کور ته ورغلي او پخپل کور کې یې وژلي دي.

یاده دې په دې وروستیو کې د جنايي پېښو د ډېرېدو له امله کابل ښار کې وېره خپره شوې ده او په نږدې ټول ښار کې د ماښام له نهو بجو وروسته ګرځېدل سخت دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *