په یمن کې په انکلستان کې جوړ شوي بمونه کارول کېږي

په یمن کې په انکلستان کې جوړ شوي بمونه کارول کېږي

د The Independent ورځپاڼې د خبر له مخې ویل کېږي، چې د یمن په سرحدي سیمه کې هغه بمونه چې په انګلستان کې جوړ شوي، موندل شوي دي. د BL-755 بمونه چې د Tornado ډوله الوتکو لپاره کومې چې د سعودي عربستان دهوايي ځواکونو په تشکیل کې دي، جوړ شوي دي.

ددغو او ورته نورو وسلو کارول چې ملکي وګړو لپاره ګواښ بلل کېږي، په جګړو کې د نړیوالو کنوانسیونو لخوا منع شوي دي. ددغو بمونو ډیر شمیر د جګړې پر مهال نه چوي او په مینونو چې وروسته چاودنه کوي، بدلېږي.

د بشري حقونو او د بخښنې د نړیوالو سازمانونو استازو چې دغه بمونه یې موندلي، د انګلستان له حکومت څخه یې غوښتي، چې د د دغو بمونو چې په دې هیواد کې جوړ شوي دي، د کارونې د مخنيوي لپاره ډیرې هڅې وکړي.

د سعودي عربستان په وسله وال پوځ کې د۸۰ په شا او خوا کې د Tornado ډوله الوتکې شتون لري. د بشري حقونو ساتونکي یادونه کوي، چې د سعودي عربستان سره په دې تړاو د تړون له مخې انګلستان باید د منسوبینو روزنه او د الوتکو د ساتنې چارې هم تر سره کړي.

د بښنې نړیوال سازمان غږ کړي، چې په دې ماموریت کې د انګلستان د استخباراتي ادارو د چارواکو برخې لرلو په هکله څیړنه وشي او که نه نو دا خو یوه ریښتینې رسوایې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل