کوم کسان د لینا مصطفیی وژنه چې د الزنداني په کور کې بندي او هلته ووژل شوه په یاد ده ترڅو له دې وروسته د عبدالمجید الزاني پر غاړه د بیګناه کسانو وینه پاتې نشي. ځرنګه چې په یو شمیر هغه شرکتونو کې چې فریب او دوهکه یې خوړلې وه او دالزنداني په شرکت کې یې محصولات او په دې شرکتونو کې پانګه ضایع شوه.

په دې دلیل چې په نولس سوه دوه نویم کال کې د شیخ عSheikh Abdul Majid al-Zandaniیدالمجید زنداني په کور کې جنایت تر سره شوه او دا جنایت د ځوانې نجلۍ لینا مصطفي پر وړاندې تر سره شوی دی او د عدان ښار قاضي د ټولو په یاد دی ځکه چې ده په دې هکله هیڅ ډول څیړنه نده کړې او د زنداني د نفوذ له امله چې  د شیخ عبدالله الاحمر ملاتړ یې له ځان سره درلود، له امله یې تر اوسه نه د زندانی او نه هم د ده د کورنۍ په هکله نه څیړنه شوې او نه هم کوم قضایي څیړنه شوې ده.

غواړم یو ځل بیا دې دوسیې ته بیا کتنه وکړم. داسې لاسوندونه شتون لري چې د لینا په وژنه کې د شیخ زنداني د لاس لرلو ښکارندویي کوي. مصطفی عبدالخالق “والد لینا” د نویو لاسوندونو ترڅنګ د زنداني په لاس د لینا علي په وژلو کې د لاس لرلو اسناد  چې ددې ښکارندویيکوي چې دده زامن عبدالله او محمد  او دده لور اسما ټینګار کړی دی!ده د زنداني پهکور کې د لینا د وژل کیدو دوسیه چې په ۲۵-۱-۱۹۹۲ وژل شوې نغوته کړې او هغه کسان چې په دې دوسیه کې شتون نلري په دې ډول دی:

لینا مصطفی: هغه شهیده چې د زنداني له کوره یې د تښټیې هڅه کوله خو د عایشې چې د زنداني لور وه په اوه ډزو سره وژل شوې ده.

دا وژنه په ټوله مانا یو جنایت وو او په دې پوهیږو چې د قضا په برخه کې د دولت پخواني وزیر او د دولت د سترې محکمې د ریس لور وژنه به په یمن کې پټه پاتې نشي.

خو له دې خپروشویو مالوماتو سره به نور تر لاسه شوي مالومات هم خپاره کړل شي. په ځآنګړې توګه د هغه وژنې له مخې چې لینا د زنداني د لور له لوري ددوی په کور کې په اوو ډزو سره ووژل شوه. لينا مصطفى عبد الخالق (۱۹۷۳ – ۱۹۹۲) کلونو کې د مرکزي دولت د سترې محکمې او د لویې څارنوالی د ریس لور وه ددې پلار د یمن په سویل کې (جمهوری دموکراتیک ملی یمن) دنده تر سره کړې ده.

دکتر مصطفی عبدالخالق د عبدالمجید زنداني د دیني سازمان له لوري جذب شوی دی…. او له دې وروسته ورو ورو د سازمان د افکاررو په پلې کونکي کس بدل شو. لینا له خپل مخه نقاب لرې کړ او د خلکو له څنګه څنډې ته شوه مخکې له دې چې له عدن څخه یوه ناپیژندل شوې سیمې ته ولیږدول شي. ددې پلا په بې ګتې سره د خپلې لور پلټنه کوله او په دوه نویم کال کې ددې پلار د یوه ناپیژنده کس له لوري تلفوني اړیکه تر لاسه کړه  او ده ته یې دا خبر ورکړ چې لور یې اوس هم ژوندی ده او له ده څخه یې وغوښتل ترڅو له یوه دیني رجال سره ددې واده ته اجازه ورکړي. مصطفی عبدالخالق د یوې نجلۍ د واده کولو دا وحشیانه شیوه چې له انساني کراماتو سره په ټکر کې ده رد کړه خو له دې وروسته په نولس سوه دوه نویم کال کې ددې مړۍ په صنعا کې پیدا شو په هغه ځای جې د زنداني کور شاوخوا ته سیمه وه  څیړنو دا وښوده چې لینا د زنداني د لورعایشې له لوري په اوو ډزو سره وژل شوې ده. خو زنداني ادعا وکړه چې دې نجلۍ په اوو ډزو سره ځآن وژنه کړې ده. په دې سره ډاکټر مصطفی څیړنو ته اړ شو او د څیړنو په لړ کې یې دا په ګوته کړه چې لینا د تیښتې پر مهال دشا له لوري په ډزو سره وژل شوې ده د لینا مړی تر شپږومیاشتو ددې د پلار او د قاتل دقصاص کیدو په موخه او غوښتنه تر څیړنې لاندې و.

په دې سره په صنعا او عدن ښارونو کې پراخ لاریونونه تر سره شول او دا جنایت یې غندلی دی دا مسله د رسنیود پام وړ وګرځیده خو بیا هم شیخ زنداني چې د وژنې دوهم کس شمیرل کیږي له دې قضیې سانسور شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *