سرپل كې د افغان ځواكونو دوه ورځني عمليات، ۱۱ وسله وال مړه، ۷ ټپيان
سرپل كې د افغان ځواكونو دوه ورځني عمليات، ۱۱ وسله وال مړه، ۷ ټپيان
افغان ځواكونه په سرپل كې د پيل كړيو دوه ورځنيو عملياتو پر مهال د ۱۱ طالب وسله والو د وژل كېدو او اتو نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.
د سرپل سيمه ييز چارواكي وايي، دا عمليات د سرپل په شيرم سيمه كې له دوه ورځو راهيسې روان وو او نن د ۱۱ وسله والو په وژلو او ۷ نورو په ټپي كېدو پاى ته رسېدلي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، په دې عملياتو كې له وسله والو څخه اووه لوى كلي پاك شوي دي: (( خوشبختانه په دې عملياتو كې ملكي وګړو او پخپله امنيتي ځواكونو ته هېڅ تلفات نه دي اوښتي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.