د تورکیې د ولسي جمهوریتپال اپوزیسیوني ګوند استازې، د پارلمان وکیله نظیف اِلیف دوغان تیورکمِن د هغه ګوندي کمیسیون غړې هم ده، چې د پناه غوښتونکو په کمپ کې پر ۳۰ تنو کوشنیانو، چې عمر یې له ۱۱ کالونو تر ۱۴ کالونو پورې دی، د جنسي تېري د پېښې پلټنه کوي.

دې له «سپوتنیک» سره په مرکه کې د کمپ او سیمې د مشرتابه پر کړنو نېوکې وکړې او په ټینګار یې وویل، چې دغه مشران د هغو جنایتونو له مسؤلیت څخه د ځان څنګ ته کولو هڅې کوي، چې د کمپ په ساحه کې شوي دي616819.

آغلې تیورکمِن د پېښې په تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي، چې د پناه غوښتونکو د کمپ کارکوونکو د تورکیې د ولسي جمهوریتپال اپوزیسیوني ګوند د ګوندي کمیسیون غړو ته د یونیم ساعت په اوږدو کې اجازه نه ورکوله، چې د کمپ ساحې ته ورننوزي او له هر ډول روښانتیا ورکولو پرته یې وکیلان نه پرېښودل چې د هغو کوشنیانو له میندو او پلرونو سره وویني، چې جنسي تېری پرې شوی دی. نظیف اِلیف دوغان تیورکمِن وویل:

«د پناه غوښتونکو د کمپ مدیر او مرستیال مدیر یوهم د کار په ځای نه وو. هلته یوازې د ښاروالۍ استازی او د ژاندارمې سرمامور وو. له دوو خنډونو څخه تر تېرېدو وروسته، موږ د کمپ لویې دروازې ته، چې ۱۵-۲۰ تنو پوځیانو ساتله، ورسېدو. هغوی موږ ته امر وکړ، چې له خپلو موټرونو راښکته شو، موټرونه همدلته د لویې دروازې په څنګ کې پرېږدو او په خپله په دوی پسې تر شا پر پښو لاړ شو. دغه کمپ ته تر ورتللو دمخه ما د کمپ د کار مهالوېش هم ښه ولووست.  له هغه دا راته روښانه شوه، چې پخوا ټولو ته اجازه ورکول کېده، چې په خپلو موټرونو کې د کمپ ساحې ته دننه ورشي. نو ځکه تر هرڅه لومړی دغه پوښتنه راسره پیدا شوه: چې د ګوندي پلاوي د استازیو رسمي خدمتي موټر ته، د کمپ ساحې ته د ورننوتلو اجازه نه ورکول کیږي، نو چاته ورکول کیږي؟ سربېره پر همدې، کله چې موږ د کمپ ساحې ته ورننوتلو، ومو لېدل، چې هلته نور ډېر موټر درېدلي دي. هغه پېښې، چې موږ وروسته ورسره مخامخ شوو، ډېر ښه پلان شوي او چمتو شوي ننداره ییز پروګرام ته ورته وې. موږ ته ځانونه داسې ښکارېدل، چې پر سیلاني ګرځېدا بوخت یو. د خېمو یو بېلګه ییز کمپ یې خاص زموږ لپاره چمتو کړی وو او په ډېره لېوالتیا یې هغه راښوده. دغه ډول چلند له موږ سره په دې تړاو شکونه راپیدا کړل، چې د دغو ورونو تر شا ډېر سخت جنایتونه او سرغړونې زموږ له سترګو پټې ساتل کیږي. زموږ په چاپېر کې ۱۰-۱۵ تنه ساتونکي راټول شول او په خپل ټول وس یې زموږ د کار په مخه کې خنډونه راپیدا کول. غوښتل مو پوښتنه ترې وکړو، چې دغه ساتونکي هغه مهال چېرې وو، چې پر کوشنیانو جنسي تېری کېده؟»

د آغلې تیورکمِن له خولې د اوسنیو چارواکو د سیاست په نتېجه کې د تورکیې وګړي په دې روږدي شوي، چې فساد، غریبي، ترهګریز ګواښونه وزغمي او اوس ان د بد اخلاقۍ زغملو ته هم اړ کیږي. آغلې تیورکمِن زیاتوي:

«په هر هېواد کې داسې پېښې پېښېدای شي، چې له اروایي اړخه له ړچنو، ټيټو او ناروغه وګړو سره تړاو لري. خو په دغه حالت کې اساسي خبره دا ده، چې د وګړو د خوندیتوب دولتي میکانیزم څنګه کار کوي، ایا دغه سیستم د ورسپارل شوو دندو د سرته رسولو وس لري او که نه؟ که چېرې د کورنۍ او ټولنیز سیاست د چارو د وزیر پر ځای زه وای، نو د دغې پېښې د پېښېدا پر ورځ به مې له خپلې دندې استعفی کړې وای. پر دومړه لوړه چوکۍ کار کول د خپل مسؤلیت د ډېرې ژورې پېژندنې غوښتنه کوي. خو په تأسف سره باید وویل شي، چې په تورکیه کې ډېری جګپوړي چارواکي دغه ډول احساس حتا پېژني هم نه».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *