هند د چاه بهار بندر پر ودانولو له ۲۰۰ میلیونه ډالره ډېره پانګونه کوي

هند وايي له ایران سره به د دوشنبې په ورځ د چاه بهار بندر د ودانیزو چارو پیل هوکړه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د ایران په ګډون افغانستان او مرکزي اسیا ته لاسرسی اسان شي.

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ ایران ته ځي او ویل کېږي د اومان سمندر پر غاړه د پراته چاه بهار بند160520124053_chabahar_iran_port_640x360_afp_nocreditر د دوو ټرمینلونو او او کارګو برنډو د ودانیزو چارو لپاره هوکړه لاسلیکوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت افسر ګوپال بګلې د جمعې په ورځ وویل، هند په لومړي سر کې د دغه بندر پر ودانولو له ۲۰۰ میلیونه ډالره ډېر لګښت کوي، چې وايي ایګزم بانک به د دې لپاره هند ته څه باندې ۱۵۰ میلیونه ډالر ورکړي.

د نوموړي په خبره ایران ته د ښاغلي مودي د سفر هدف اړیکي او اډانه دي.

د ګوپال په خبره هند، افغانستان او ایران ښايي د مودي د سفر پر مهال یوه بله سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړي، چې پکې به د چاه بهار حیثیت مرکزي وي.

د نوموړي په وینا چاه بهار به د اورګاډي پټلیو او سړک له لارې له افغانستان سره ونښلول شي، چې دې سره به دغه بندر د افغانستان لپاره د کراچۍ بندر د بدیل په توګه کاریږي.

د نوموړي په خبره دغه درې اړخیزه به د سیمه ییزو اړیکو په لړ کې لوی بدلون وي، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره چې د سمندر له لارې به هند ته باوري لاره ومومي.

د چاه بهار بندر ودانیزو چارو پیل په لړ کې له څو کلونو راهیسې خبرې روانې وې، خو له هغه وروسته، چې پر ایران لګیدلي بندیزونه لرې کړل شول، هند د دغه بندر ودانولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې، ځکه چې ویل کېږي چین هم دغې پروژې ته لیوالتیا ښيي.

چاه بهار یو له هغو بندرونو دی چې افغان سوداګر کولای شي خپل هغه توکي چې د سمندر له لارې په تېره بیا له هند څخه هېواد ته په لنډه توګه را ورسوي او دغه راز د هند بازارونو ته خپل مالونه ورسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *