د بغلان ولايتي شورا غړي وايي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په “منګلو” سیمه کې ۱۲۰ سرتيري په دوو پوستو کې کلابند شوي دي.

خو سیمه ییز مسوولان بیا وايي، چې د دوی کلابندي داسې “خاصه جدي موضوع نه ده” او د دغو سرتېرو له پاره د مهماتو او تجهیزاتو رسولو په هکله کوښښونه روان دي.

د یاد ولایت د ولايتي شورا مرستیال محبوب الله غفاري وايي، په دغو سرتېرو کې سیمه ییز پولیس هم شامل دي، چې د ۱۰ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې دي.

غفاري زیاتوي، که افغان حکومت د دغو سرتېرو د ژغورلو په برخه کې جدي اقدام و نه کړي؛ نو د طالبانو له خوا به ونيول شي.

نوموړي زیا1amneyat-1399372671ته کړه، چې د دغو سرتېرو د خلاصون په پار تراوسه عملیات نه دي شوي.

په ورته وخت کې د بغلان د ولایتي شورا بل غړی ظریف ظریف وايي، چې له ۱۴ ورځو راهیسې دغه سرتېري کلابند دي.

د هغه په وینا، د هغو عملیاتو په نتیجه کې، چې تېره شپه د دوی د خلاصون په موخه شوي وو؛ شاوخوا ۴ سرتېري وژل شوي دي.

د ویلو ده، چې تراوسه د وسله والو طالبانو د وژل شويو او ټپيانو په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي.

درې ورځې مخکې ۷۸ نظامي سرتېري د ۹ ورځو له پاره د بغلان ولایت د سره کوتل په سیمه کې د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې وو، چې له ځانګړیو عملیاتو وروسته ازاد شول.

خو د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، چې موضوع ډېره جدي نه ده.

د نوموړي په وینا، تر اوسه دغه سرتېري له طالبانو سره په جګړه بوخت دي او مرکز هم هڅه کوي، چې دوی ته ژر تر ژره مهمات ور وسوي.

په دې وروستيو کې پر بغلان ولایت د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *