اچين كې ډرون بريد، ۴ داعش وسله وال ځاى پر ځاى مړه
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/05/drone-620x330.jpg)
د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ كې بې پيلوټه الوتكې څلور تنه داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د بې پيلوټه الوتكې دا بريد تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ په کمکۍ سيمه کې ترسره شوى او له كبله يې د داعش وسله والو يو ميل دهشکه هم له منځه تللې ده .
سرچينه زياتوي، چې په وژل شوو کسانو کې د داعش يو ډلمشر غازي هم شامل دى.
د سرچينې په وينا، په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.