د روان کال د غویي میاشتې اوه ویشتمې نیټې لاریون چې د ډيریو کسانو په ګډون په لاره اچول شوی وو پر حکومت ډير فشار راوستلی دی او دا یې وښوده چې ولس د ځواک سرچینه وي نو له دې مخې دولتونه او حکومتونه له دې پرته چې د خپل ولس غوښتنو ته درناوی ولري بله لاره نلري. له دې سره چې د افغانستان په څیر په هیوادونو کې د ولس جوړنې په لاره کې ډير خنډونه او ستونزې شتون لري خو بیا tzhrt_fgn_h_dr_lndnهم د بیلا بیلو پرګنو په ګډون دې لاریون په ښه توګه وښوده چې د ولس جوړونې ظرفیت شتون لري. اعتراضي خوځښتونه او د دوشنبه په ورځ د خلکو لاریون د خلکو ټولنیز شعور او سیاسي ویاړ نندارې ته وړاندې کړ او د هغه نوې رامنځ ته شوي مدنیت بیلګه یې وړاندې کړه چې په تیرو کلونو کې یې د خلکو په څانګړې توګه د نوي نسل د ځوانانو ترمنځ جرړې غځولې دي او تر نږدې راتلونکې به د خلکو دا یوالی په یوه ځواکمنه او نه ویچیدونکې ونه بدل شي له ډې سره دا نیووکې او لاریونونه له ځینو ستونزو سره هم مخ دي او ډيری لاسونه د ولسي خوځښتونو د جرړو د له منځه وړلو هڅې کوي چې په لوی واک او ځواک سره د ړانده تعبیض او تعصب له مخې په ځینو کړیو او ډلو کې فعالیت کوي هغه بیلګې چې د دوشنبې ورځې په لاریون کې ښکاره شوې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی او اغیزې یې د لاریون په پیل کې روښانه او څرګندې شوې.

د لاریون کونکو له لوری امینتي سرتیرو ته د ګلونو ورکړه او د لاریون پر مهال د یو شمیر ځوانانو له لوري د لارې په اږدو کې د کثافاتو ټولول دې لاریون ته ځانګړې ښکلا ور په برخه کړې وه او دا په خپله دولت ته یو دول تعنه وه هغه حکومت ته چې د لاریون له پیلیدو مخکې یې خبرداری ورکړی وو او له دې یې ویره لره چې لاریون کونکي به په شخړو لاس پورې کړي او له دې ویرې یې لارې بندې کړې او د لارو په اږدو کې یې کانتینر ځای پر ځای کړي وو ترڅو وکولای شي د لاریون کونکو شمیره تر ډيره ټیټه کړي خو ډیریو خلکو په ډې لاریو کې ګډون وکړ   له دې سره چې ډيریو کسانو لاریون کړی وو خو هیڅ ډول ستونزه او یا هم شخړه رامنځ ته نشوه. دولتي او ملکي برخو ته هیڅ ډول زیان ونه رسید او ددې لاریون په هکله د حکومت چمتوالی یې تر پوښتنې لاندې راوست او حکومت دا په ډاګه کړه چې دوی د تیر په پرتله تر ډيره له خلکو واټن اخستی دی.

مدني خوځښتونه او د عدالت غوښتنې لاریونونه دومره سم او برحقه وو چې حتی ارګ میشتو یې هم ستاینه کړې ده. ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبه ورځې په وروستیو کې په یوه ویډیویي پیغام کې له خلکو او ددوی له مدنیت څخه مننه وکړه او دا یې مسولانه کړنه ښودلې ده. دوی ژمنه کړې چې د خلکو غږ به اوري او ددوی غوښتنې به پلې کوي. له دې سره دوی یوځل بیا د انډول له مخې په پرمختګ ټینګار کړی ویلي یې دي چې د هیواد هرې برخې پرمختګ ته به د انډول او برابرښت له مخې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ولسمشر دا څرګندونې د هغه خبرو پیا تکرارول وو چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال مو له دوی څخه اوریدلې وې   د ملي یوالي حکومت له دوه کلونو په تيریدو سره تر اوسه هیځ یو دا شعار او ژمنه نده پلې شوې او داسې هم نه لیدل کیږي چې له لاریون وروسته د د لاریون کونکو غوښتنې پلې شي.

د ټوټاپ پروژه اوس مهال ځنډیدلې ده او رامنځ ته شوي ځانګړي کمیسیون دډې پروژې څیړنه بیا پیل کړې ده خو له دې سره روان بهیر هم له ځینو ستونزو سره مخ دی او تر خپل منځ ډیری نیمګړتیاوې ویني.

لومړی برخه ددې کمیسیون جوړښت ته ور ګرځي. داسې تمه ده چې دا کمیسیون به د خلکو له دریو ډلو رامڼځ ته شوې وي د حکومت استازو د خلکو استازو او یوه برخه یې هم د بې پلوه خلکو له لوري وي چې د هیځ لورې پلویتوب په پام کې ونه نیسي او هغه نظر ورکړي کوم چې د ریښتینولی په ستنو ولاړ وي. خو ددې کمیسیون په جوړښت کې داسې څه نه لیدل کیږي په دې کمیسیون کې د بې پلوه په نامه داسې کسانو ته ځای ورکړل شوی چې بې پلوه نه دي او په تیرو وختونو کې یې د ټوټاپ پروژې په هکله غبرګون او د یوه لوري پلویتوب ښکاره کړی دی. بل اړخ هم په دې هکله د حکومت نظر او دریځ دی حکومت له یوې خوا ددې پروژې د ټولو اړخونو مسولیت رامڼخ ته شوې کمیسیون ته سپارلی او له بلې خوا یې ویلي چې دډې پروژې د اسنادو څیړل به ولسي جرګې ته ور وسپاري. اوس دلته پوښتنه رامنځ ته کیږي که چیرې ټاکل شوې چې رامڼخ ته شوی کمیسیون پر دې پروژې کار کوي او وړاندیز یې د منلو وړ وي په دې بهیر کې د ولسي جرګې د دخیلولو اړتیا نشته او که چیرې ټاکل شوې وي چې پّ دې هکله د ولسي جرګه پریکړه وکړي نو په دې منځ کې به د کمیسیون رول څه وي؟ دې تولو مسلو ته په کتو سره راتلونکې روښانه نه ښکاري.

د رڼا غورځنګ لومړنی ستونزه د افغانستان په څیر په یوه هیواد کې ورته خوځښتونه د ولسي پاتې کیدو سره تړاو لري ترڅو هغه کسان او شخصیتونه چې له دې ډول خوځښتونو څخه د خپلې شخصي ګټې په لته کې د ناوړه ګټې اخستنې لپاره لاره هواره نشي. البته دا په دې مانا نده چې وروستی لاریون د تر پوښتنې لاندې راشي او د ولسي ځواک په کچه کې د لږوالی رامڼخ ته شي دا طبعي خبره ده چې او د نړۍ په ډيریو هیوادونو کې لیدل شوي چې له دې ډول خوځښتونو څخه ناوړه ګټه اخستل شوې او دا مسله کومه نوې خبره نده. خو څومره چې دا دول خوځښتونه له ولس څخه لرې پاتې کړل شي او یا یې کچه راټيته شي تر ډيره به ښه نتیجه ولري.

دومه موضوع د غوښتنو هغه څرنګوالی دی چې د خلکوله لوري د په لاره اچولو شویو لاریونو پر مهال غوښتل کیږي. له برتری او ښه والي سره د غویي میاشتې د اوه ویشتمنې نیټې لاریون د سیاسي اړخ په پرتله ځینې نیمګړتیاوې درلودې. د کمزورتیا دا ټکی د لاریون له تر سره کیدو مخکې هم لیدل شوی وو او د لاریون په لړ کې یې پر دې بهیر ناوړه اغیزه هم کړې وه په داسې حال کې چې دې لاریون کولای شول چې د اغیزې له مخې تر ډيره ګټور پاتې شوی وی پّ اصولي ډول په دموکراتیکو بهیرونو کې د غوښتنو د پلې کیدو لپاره دوه لارې شتون لري. لومړی دا چې د خلکو د غوښتنو د پلي کیدو کچه لوړیږي او پّ معمولي ډول سیاسي او مدني بنسټونه پّ خپلو کې همغږي رامنځ ته کوي.

د رڼا په بهیر کې تر یوې کچې دا همغږي نده لیدل شوې. په حقیقت کې به دې بهیر کې سیاسي لاره او د قدرت لابي ګري د خلکو او بهیرونو په تړلتیا سره چې دملي یوالي په حکومت کې شریک دي ځنډې ته شوې وو او تولو د مدني خوخښت په لور ګامونه پورته کړل. په داسې حال کې چې باید په حکومت کې شریک او ګډ کسان د حکومت تر ځنګ باید پاتې وی او هغه کسانو ته چې پنځمه ستن نوم پرې ایښودل شوی لاره یې پرانستلې وی. دا اصل د مدني لاریونونو او سیاسي لابي ګریو دوام درلودلی او د مدني خوځښتونو له اړخونو   سیاسي مخورو او په واک کې ګډو کسانو هم خپلو غوښتنو او موخو پر پلي کیدو ټینګار کړی وی خو د لاریون له پیله دا کسان مهجور او د لاریون په لړ کې یې نه کوم غبرګون وښود او نه یې هم په دې لاریون کې برخه واخیسته او رجعت ته اړ شوي دي.

د کار محوره قدرت او له سیاسي برخې خلاصون د حکومت ددې ګډنوالو د ځای ځایګي د کمزورتیا لامل شول او د خلکو پر غوښتنو یې منفي اغیزې وکړې په داسې حال کې چې همدا شریکانو باید له دولت سره په دریدو د حکومت ستنې پیاوړې کړې وی او له دې لارې یې د خلکو د غوښتنو سره په سمون له حکومت سره ناندری پیل کړې وی.

د افغانستان په څیر په هیواد کې د عدالت غوښتنې لړۍ یا احساساتي پر مخ بیول کیږي او یا په احساساتي سترګه لیدل کیږي په داسې حال کې چې باید ستراتیژیک او ژور وی. د مسکا غورځنګ پّ تیر کال کې داسې یوه بیلګه وه چې کله خلکو د احساساتو له مخې پښه په میدان کې کیښوده او د عدالت غوښتنې غږ یې پورته کړ خو ځکه چې لویې کړنې او تګلارې ترمنځنه نه وي او له هیره ویستل شي او حتی لږه ګټوره پایله هم ونلري.

باید دې ته تر ډيره پاملرنه ولرو چې د افغانستان په څیر په یوه هیواد کې د ټولنې پیژندنې ځانګړتیاوې او سیاسي منحصرتیا چې په یوه کس پورې تړاو ولري نو په راتلونکې کې به هم د انډول له مخې پرمختګ او وده له ستونزو سره مخ وي چې په دې سره د خپلو غوښتنو د پلي کیدو لپاره باید دا دول ګامونه پورته کړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *