Cairo, EGYPT: Palestinian leader Mahmoud Abbas holds a press conference following his meeting with Egyptian President Hosni Mubarak at the presidential palace in Cairo 27 December 2006. The Palestinian Authority president's visit to Egypt comes after similar talks with King Abdullah II in Amman earlier this week on the latest developments in the Palestinian territories, following his first official meeting with Israeli Prime Minister Ehud Olmert in six months. AFP PHOTO/KHALED DESOUKI (Photo credit should read KHALED DESOUKI/AFP/Getty Images)

فلسطنيانو د نکبت ورځې څخه په نيووکي سره د بيرته راگرځيدو ننداره وړاندې کړې او د ملگرو ملتونو د يو سل څلور نويمي پريکړې د پلي کولو غوښتنه يي کړې ده

دوی وايي فلسطين ته بايد نيول شوي ځمکي بيرته را وگرځول شي

د نکبت ورځ یا یوم النکبه له هغه ورځې سره سمون لري کوم چې په نولس سوه اته څلویښتم کال کې د اسرایلو له لوري د فلسطین سیمې ونیول شوې. ددې نیټې په را رسیدو سره هر کال له دې ورځې نمانځنه کیږي. په روان کال کې هم د تیرو کلونو په څیر د لاریون سربیره خپل هیواد ته د کډوالو فلسطینیانو د بیرته را ګرځیدو د هڅولو په موخه یوه ننداره وړاندې شوه. ددې کرښې تر سره کونکو مسولینو ددې نندارې موخه نړیوالو ته د خپل غږ رسول او د ملګرو ملتونو د یوسل څلور نویم کال د پریکړې پلې کولو غوښتنه ښودلې ده. ددې پریکړه لیک له مخې هغه فلسطینیان چې د اسرایلي د تیریو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي باید بیرته خپلو سیمو ته را وګرځول شي.

Cairo, EGYPT:  Palestinian leader Mahmoud Abbas holds a press conference following his meeting with Egyptian President Hosni Mubarak at the presidential palace in Cairo 27 December 2006. The Palestinian Authority president's visit to Egypt comes after similar talks with King Abdullah II in Amman earlier this week on the latest developments in the Palestinian territories, following his first official meeting with Israeli Prime Minister Ehud Olmert in six months. AFP PHOTO/KHALED DESOUKI  (Photo credit should read KHALED DESOUKI/AFP/Getty Images)

ماندير اميرا؛ “دا کرښه د فلسطینانو د حقونو په هکله د پوهاوي کچې لوړولو په موخه په لاره اچول شوې ده چې نړیوالې ټولنې ته ځانګړې پیغام له ځان سره لري لومړی پیغام دادی چې فلسطینیان له ملګرو ملتونو د یو سل څلور نویم پریکړه لیک د پلي کولو غوښتنه کوي او دوهم پیغام دادی چې فلسطینیان باید پر خپلو حقونو او کلتور باندی ولاړ پاتې شي دا کرښه فلسطینیانو ته دا پیغام لري چې باید د خپلو سیمو د آزادی په موخه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.”

دا ننداره په داسې حال کې تر سره شوې چې په غزه او بیت المقدس په همدي موخه لاریونونه تر سره شوي دي. فلسطینیان د اسرایلو له لوري د فلسطینانو د نیول شویو سیمو د آزادولو غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *