ديمن په هکله د خبرو پرمختگ سره له ټولو ښکيلو خواوو غوښتي ترڅو په دې هيواد کې د يوه پراخ حکومت په رامنځ ته کولو کي هځې وکړي

د يمن لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ديمن په هکله د خبرو پ151013015126_syria_opposition_640x360_reuters_nocreditرمختگ سره له ټولو ښکيلو خواوو غوښتي ترڅو په دې هيواد کې د يوه پراخ حکومت په رامنځ ته کولو کي هځې وکړي

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په هغه خبرې ناسته کې چې په کویټ کې په لاره اچول شوې وه ویلي: د اپریل میاشتې له یوویشتمنې نیټې څخه په را پیل شویو د پخلاینې په خبرو کې پرمختګ رامنځ ته شوی. اسمعیل ولد شیخ احمد زیاته کړې: د یوه پراخ حکومت د رامنځ ته کولو په موخه د یوې سیاسي کمیټې رامنځ ته کول په لاره اچول شوي او د پر پوځي کمیټې چې دنده به یې له سیمو د وسله والو په شا کول او د وسلو راټولول وي تر لاسه لاندې نیول شوې ده. ده هیله مندي څرګنده کړې ترڅو د بندیاانو د خوشی کولو پلان د روژې میاشتې له راسیدو مخکې رامنځ ته شي.

اسماعيل وُلد شيخ احمد؛ “د بندیانو د خوشي کولو کمیټې د رامنځ ته کولو پلان تر لاسه لاندې دی دا هغه پلان دی چې له مخې به یې بندیان په لنډ مهاله او اږد مهاله پلان له مخې خوشي شي اوس مهال ټول اړخونه په دې سلا شوي ترڅو د روژې مبارکې میاشتې له را رسیدو مخکې بندیان خوشي کړل شي او په دې اړند یوه کمیټه په کار بوخته ده.”

شیخ احمد په یمن کې له ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو د ټولو په ګډون او ټولو ته د منلو وړ حکومت په رامنځ ته کولو کې خپلې هڅې ګړندی کړي. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د یمن په شمالي حضرت مود ښار کې د بمې چاودنې له کبله دیرش کسان ووژل شول او ځوارلس نور ټپیان شول. په ورته حال کې یمن ته د امریکایانو د یوې پوځې ډلې په تګ سره هم نیوکو ته زور ورکړل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *