د پاکستان فلسطینیانو موسسې اعلان کړی چې له فلسطینیانو سره دهمغږۍ په موخه د « نکبه ورځ» پر فلسطین د تیري له ورځې سره به د «فلسطین د فلسطینیانو هیواد» په نامه کمپیان پیل کړي.

د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې، د پاکستان فلسطیني موسسې د مرکز مشرانو په وینا چې له دوی ځخه ددې هیواد د ولسي جرګې پخوانی غړ139404261258476675709824ی دی او د جماعت اسلام غړي ، علامه قاضی احمد نورانی صدیقی د جمعیت علماء پاکستان مشر ، مولانا باقر زیدی د مجلس وحدت مسلمین پاکستان مشر ، محفوظ یار خان د متحدہ قومی موومنت پاکستان مشر ، پیر زادہ ازهر علی همدانی په مذهبي چارو کې د ولسمشر سلاکار، زاهدہ بھند رئیس دپاکستان مسلم لیگ نواز سندھ د ښځو برخې مسوله، مطلوب اعوان قادری آل پاکستان سنی تحریک، لئیق احمد رهبر تنظیم الاخوان، یونس بونیری د عوامی نیشنل پارتی، کرامت علی رد پائیلر ریس، دکتر عالیہ امام مشیر دپاکستان چې د ابو صابر ابو مریم په استازیتوب یې دی، په کراچی کې یې د فلسطین د هغه ورځې په ویاړ په کنفرانس کې خبرې وکړي کوم چې د نکبه په ورځ نومول شوې ده دوی پهدې غونډه کې د انبیا علیهم السلام او د مسلمانانو د لومړنۍ قبله وه بیت المقدس کې د نکبې ورځې په ویاړ ناسته تر سره کړې وه دا ناسته د پاکستان فلسطین موسسې له لوري په دوه زره شپاړسمکال کې د مې په یولسمه نیټه به د معصومو ماشومانو لاریون چې شعار به یې اسرایل نامنظور وي په لاره به واچول شي.

له دې سره د مې میاشتې په دولسمه نیټه به په کراچی کې د پآکستان د هنرونو شورا چې د فلسطین ادبي کمیټې په مدیریت یوه مشاعره چې نوم به یې فلسطین د فلسطینیانو هیواد وي په لاره اچول کیږي او ددې غونډې مشرې به پروفیسر سحرانصاريکوي. سناتور عبدالقیوم سومرو چې د پآکستان پخواني ولسمشر آصف علی زرداری سلاکار واوو ددې ناستې ځانګړی میلمه به وي او پّ دې ناسته کې به پیژندل شوي او مشهور شاعران ونډه لري.

په همدي توګه د پلان له مخې د دوه زره شپاړسم کال د مې میاشتې پّ دیارلسمه نیټه د جمعې له لمانڅه وروسته به په لاهور کې د داتا له له صالون بهر به پر فلسطین د اسرایلو د نیواک ګری د پای ته رسیدو په موخه لاریون تر سره شي.

له دې سره پّ حیدر آباد او ملتان کې به هم لاریونونه په لاره واچول شي. له دې سره به په بلوچستان ټولې مذهبي اوسیاسي ګوندونه هم یوه مطبوعاتي ناسته تر سره کړي او پّ اسلام آباد کې به هم فلسطین د فلسطینیانو هیواد دی تر نامه لاندې یوه غونډه تر سره شي  او په پای کې به اسرایل د نه منلو دی لاریون په لاره واچول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *