د روسیې پلازمېنې مسکو په یوه هدیره کې ګڼ خلک لاس او ګریوان شوي او رپوټونو کې ویل شوي، چې پایله کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د ر151211160347_russia_cemetery_624x351_bbc_nocreditوسیې خبرې اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوي، چې لږ تر لږه ۲۰۰ کسانو د خوفانسکویې ښار تر ټولو لویې هدیرې په دغه شخړه کې برخه درلوده.

د تاس او ریانووستي خبري اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ډزې اورېدل شوې خو وايي دا معلومه نه ده، چې څوک په دغه نښته کې شامل دي.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې یو پولیس په وژل شویو کې شامل دی، خو پولیسو د دغه خبر د تایید او یا هم رد لپاره څه نه دي ویلي.

انټرفاکس خبري اژانس په خپل رپوټ کې د روسیې کورنیو چارو وزارت چارواکو له قوله ویلي، چې د پېښې په تړاو له پنځوسو ډ‌ېر کسان نیول شوي دي.

د یوې ویاندې سوفیا خوتینا په خبره پولیس په دې باور دي، چې پېښه د هدیرې کارکونکو د دوو ډلو تر منځ د نښتې له کبله رامنځته شوه.

د روسي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د پخواني شوروي جمهوریتونو او قفقاز ځینو اوسیدونکو تر منځ د هدیرې ګټور کاروبار پر سره شخړه رامنځته شوې ده.

رپوټونو کې ویل شوي، چې پولیسو د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره هوايي ډزې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *