د كندهار په څلور ولسواليو كې نښتې، ۳۵ مړه او ټپيان د کندهار په پنځو ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د جلا – جلا پېښو پر مهال ۳۵ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه نښتي تېره شپه په میوند، شاولیکوټ، ارغستان، خاکرېز او معروف ولسواليو کي شوې دي0,,16630721_303,00.

د کندهار دامنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، تر ټولو درنه جګړه د میوند ولسوالۍ په بند تېمور سیمه کې شوې چې په ترڅ كې يې یو شمېر وسله والو د عامه نظم پر پوستو بریدونه کړي او د دواړو لوريو ترمنځ په جګړه کې نهه وسله وال وژل شوي دي: (( په نښته كې دوه پوليس او دوه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي.))

دراني زياته كړه، افغان ځواكونو، د شمالي ولسوالۍ شاولیکوټ په کټه سنګ سیمه کې هم د يوې نښتې په ترڅ كې د طالبانو د دوو سیمه ييزو قوماندانانو په ګډون پنځه وسله وال وژلي دي: (( د ارغستان ولسوالۍ په ملا آغا جان سیمه او د معروف ولسوالۍ په اعلي جرګې سیمه کې هم د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي او پر مهال نهه وسله وال وژل شوي دي.))

د یوه بل خبر له مخې تېره شپه وسله والو د خاکرېز ولسوالۍ په درې پوستې برید کړی او پر مهال يې څلور پولیس وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د خپلو پیل شویو عملیاتو پر مهال يې د کندهار په یو شمېر ولسواليو کي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې او خپل پرمختګ ادعا کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *