نيويارک ټايمز وايي ٦٨ کلن حکمتيار له خپل اسلامي گوند سره چې اوس طالبانو نژدې په بشپړ ډول تر سيورې لاندې راوستى

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په خپل يوۀ خپاره کړي مطلب کې وايي چې گلبدين حکمتيار افغانستان ته بېرته ستنېدو ته نژدې شوى160406050627_hekmatyar_640x360__nocredit.

ورځپاڼه زياتوي ښاغلى حکمتيار له هغو ورځو راهيسې چې گوريلا يا چريکي مشر و او په ٨٠ يمه لسيزه کې يې د سي آى اې په ملاتړ د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جگړه کوله، داسې برېښېده چې دغه پخوانى لومړى وزير به تل د خوا بدلولو لپاره په خبرو اترو بوخت و.

نيويارک ټايمز وايي ٦٨ کلن حکمتيار له خپل اسلامي گوند سره چې اوس طالبانو نژدې په بشپړ ډول تر سيورې لاندې راوستى، يو ځل بيا پر يوې معاملې کار کوي او دا ځل له افغان حکومت سره د رسمي پخلاينې هلې ځلې دي.

ورځپاڼه وايي که دا هوکړه وشي نو ښاغلى حکمتيار به وتوانېږي چې له ١٩٩٦ م کاله وروسته په لومړي ځل بيا کابل ته ور وگرځي. د ورځپاڼې په وينا، خو د گلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي گوند سره چې د بغاوت کوچنۍ برخه جوړوي د سولې د هلوځلو مهال په کابل کې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

هغه دا چې حکومت د سولې خبرو اترو ته د طالبانو په راوستو کې پاتې راغلى نو له اسلامي گونده سره يې چټکې پخلاينې ته زړه ښه کړى چې د اړتيا وړ ښه خبر برابر کړي. ورځپاڼه وايي بل لوري ته د سولې عالي شورا چې د پخلاينې پر بهير يې له بهرنۍ بسپڼې ميليونونه ډالر لگولي، غواړي د خپلو فعاليتونو يو څه پايله ور وښيي.

ورځپاڼه وايي د اسلامي گوند غړو ته د مېشت ځايونو، دفتر او اړين امنيتي تدابيرو ژمنه شوې. د دواړې غاړې وايي پر څو ناحل پاتې ټکو خبرې روانې دي.

يو د امريکا او ملگرو ملتونو له تور ليسته د اسلامي گوند د نوم ايستل دي چې امريکا ويلي دا چاره وخت نيسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *