په ترکیه کې د دیاربکر په ښار کې چاودنه وشوه

د ترکیې په جنوب ختیځ کې د دیاربکر ښار د باغلر په سیمه کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوې ده. په دې هکله خبر د NTV ټلویزیوني کانال ورکړی دی601724.

په دې هکله د خبر له مخې ویل کېږي، چې ددغې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. د پیښې سیمې ته د بیړنیو مرستو رسولو موټرونه وراغلي چې ټپیان روغتون ته لیږدوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې ددغې چاودنې موخه د پولیسو هغه دولتي موټر وو، چې په کوڅه کې تیریده.

له دې مخکې د ترکيې د دیاربکر په ښار کې د کردانو د ګوند پر ضد د څومیاشتو راهیسې پو ځي عملیات روان وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *