په اروپا کې د کډوالو ستونزې د ورځې په تيريدو سره نوي اړخونه پيدا کوي په داسي حال کي چې ترکيه د خپلو سياسي او اقتصادي موخو د تر لاسه کولو په هڅه کي ده. بله خوا په المان کي ميشت کډوال کله ناکله تر بريد لاندي راوستل کيږي چي غږ يي د کډوالو او د بشر حقونو هيڅ یوې اداري تر غوگونو نه رسيږي

د آلمان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان کال په لومړنیو دریو n00075292-bمیاشتو کې دکډوالو پر پنډغالیو د بریدونو کچه د تیر کال د همدي مودې په پرتله درې برابره شوې ده.

ددې ریپوټ له مخې په آلمان کې ډیری بریدونه ددې هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره شوي چې شمیره یې سلګونه پیښو ته رسیږي.

د المان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، د کډوالو مخالفینو تر اوسه د اورلګیدنې اته ډیرش، د بدني زیان درویشت، د وژنې دوه ځله هڅې کړې او یو ځل یې په چاودنه لاس پورې کړی دی.

په ورته حال کې تیره ورځ د کډوالو خواخوږي د اسپانیا په مادرید ښار کې سره را ټول شوې وو او د کډوالو د نه منلو په هکله د دولت پر سیاست نیوکه کوله. دوی د اسپانیا له دولت څخه وغوښتل ترڅو د کډوالو د منل کیدو په برخه کې ډيره ونډه واخلي دې لاریون کونکو له اروپایي ټولنې وغوښتل ترڅو د کډوال پر مخ خپلې پولې پرانیزي.

راشيدا؛ “دې ویلي اروپا دا مسولیت لري ترڅو د کډوالو پر مخ پولې پرانیزي ځکه چې د پولې پوره غاړه خلک په تمه دي دا به مناسبه نه وي چې له پولو ور هخوا کډوال په ډير بد حال کې ژوند وکړي او یا په سمندرنو کې ډوب شي.”

دا پّ داسې حال کې ده چې په یونان کې هم کډوال له دیری ستونزو لاس او ګریوان دي ددې هیواد د کډوالو په پنډغالي میشت کسان د ژوندانه پر ډير بد حالت نیوکه کوي او ددوی دا بد حالت د بشر حقونو هم منلی دی. همدارنګه تیره ورځ یوناني چارواکیو نوي تنه کدوال د اروپا د ورځې په ویاړ د پخواني یونان په هکله د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره د لرغونو سیمو لیدو ته بیولي وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *