برید دهغه ولایت نازیانو ولسوالۍ کې نن مازدیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې شوی دی.

د نازیانو ولسوالۍ امنیه قوماندان یاربیکnangarhar وویل، چې دغه برید د سیمه ییزو پولیسو یوه  قوماندان دهقان د قرار ګاه مخې ته شوی، چې خپله قوماندان هم ټپي دی.

نوموړي وویل، په دغه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۶کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټبیان دي.

هغه وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د نازیانو امنیه قوماندان زیاتوي، په وژل شویو او ټپیانو کې د قوماندان دهقان ساتونکي هم شامل دي.

اخوا بیا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم د پېښې پخلی کوي او وايي، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

هغه وايي، په دې اړه د ۴ نورو کسانو حالت هم د اندېښنې وړ دی.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *