د کرهني او مالداری په وزارت کي نن د شاتو ورځ ونمانځل شوه د مچيو درلودلو دي کنفرانس کي د کرهني او مالداري وزير اسدالله ضمير د شاتو د پلورو په لاره کي د خنډونو په نښه کولو او صادراتو ته د لاري پر هواري ټينگار وکړ

ښاغلي ضمیر ددې کنفرانس د په لاره اچولو موخه د مچیو ساتلو په بیلا بیلIMG17563273و برخو کې د نظرونو څرګندول او د ستونزو هواریو ته د لارې موندل ښودلې ده. په دې برنامه کې به د مچیو درلودلو د ستونزې پر هواری خبرې وشي دوی په خپلو خبرو کې ویلي د افغانستان شاتو پر وړاندې ستونزې باید په نښه شي او د ستونزو هوای به یې تر لاسه لاندې ونیول شي. ددوی په وینا د کورنیو او بهرنیو پلورنځیو رامنځ ته کول ددې ستونزې د هواری یوه لاره ده چې پّ دې برخ کې تر ډیره مرسته کولای شي.

په همدي توګه یو شمیر مچیو درلودونکو او اړوندو مسولینو خپلې ځینې ستونزې په ډاګه کړې

اوس مهال د هیواد په کچه شپږ زره سل د شاتو مچیو درلودونکي شتون لري چې له دوی څخه پنڅه سوه پنڅوس یې میرمنې دي له دې سره د هیواد په دیرشو ولایتونو کې دوه سوه لس زره د مچینو صندوقونه شته چې تر نږدې راتلونکې به یې شمیره یو میلیونو ته لوړه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *