د سوريي په حلب ښار کي اوربند چي له پنجشنبي راهيسي په لاره اچول شوي وو د دوه نورو ورځو لپاره وغځيد امريکا او روسيه په دي ښار کي د اوربند پلي کيدل ډير اړين بولي

په ورته حال کي د سوريې ملاتړو ډلي په پاريس کي يوه ناسته پيل کري تر ځو ددي هيواد ستونزي ته د حل يوه لاره پيدا کړيB703EF12-C76E-43E4-B595-A5C7493D94CA_w987_s

دا اوربند د تیرې شپې په یوه بجه پای ته رسیدونکی وو خو له ټاکلې نیټې دوه ساعته وړاندې تر اته څلویښتو ساعتونو ددې اوربند د غځیدو خبر خپور شو. د سوریې دولتي ټلویزیون ویلي په حلب اوشا وخوا سیمو کې اوربند اته څلویښت ساعته نور هم غځیدلی دی.

په ورته حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري چې په پاریس کې د سوریې دملاتړو ډلې په ناسته کې ګډون لري وایي: مسکو او تهران تر خپل ملاتړ لاندې پر وسله والو فشار راوړي ترڅو اوربند پلی کړي.

جان کري؛ “د اعلامیې اصلي موضوع چې دلته به خپره شي د تیرو اندیښنو پر خلاف ده مونږ به د قضیې مثبت اړخونه په پام کې ونیسو خو زمونږ عموومي موضوع به داوي چې باید پریکړې پلې شي او دې پریکړې ته باید ټول ښکیل اړخونه درنښت ولري.”

د روسیې او امریکا سربیره د آلمان فرانسې عربستان او سوریې دولت استازي هم په دې ناسته کې ګدون لري دا ناسته له هغه وروسته په لاره اچول شوې چې د سوریې په هکله د جینو ناسته له ستونزو سره مخ شوې ده او له دې داسې نه ښکاري چې دا ډول ناستې به په سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو لامل شي

د سوریې په پنځه کلنه جګړه کې د رسمې مالوماتو له مخې دوه سوه پنځوس او د غیر رسمي مالوماتو له مخې له څلور سوه زره ډیر کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *