د دوه زره شپاړسم کال د مارچ میاشتې په پنخه ویشتمه نیټه د اسرایلي افسرانو یوه ډله د روزنې په موخه د اماراتو ته رسیدلې ترڅو ددې هیواد پوخیانو ته روزنه ورکړي.

د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې، دا افسران به د ترهګری پر وړاندې د مبارزې له ځواکونو په سره په پټو پوځي مانورو کې ګډون وکړي او په دې سره به تر یوې میاشتې له دوی سره په دې روزنه کې مرسته کوي.

ویل ش139410022056011736776344وي چې په اماراتو امنیتي ګواښ او د داعش له لوري د عملیاتو تر سره کیدل ددې روزنې له اصلي موخو څخه شمیرل کیږي او د اماراتو حکومت یې سخت اندیښمند کړی دی او اوس دا هڅه کوي ترڅو د پوځي ګډو مانورو او اسرایلو په مرسته د عملیاتو په تر سره کولو سره د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د مبارزې وړتیا تر لاسه کړي.

د عربو مسلمانو هیوادونو سره د اسرایلو اړیکو روزنې او ګډ کاري تاریخ له ډيرې مودې راهیسې دوام لري او په دې برخه کې اسرایلي افسرانو ښه تجربه تر لاسه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *