د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ازره  ولسوالۍ کې داعش وسله واله ډله خپلو لیکو ته د وسله والو په جذب او د مرکز د جوړولو په لټه کې ده.

د لوګر د ولایتي شورا غړی او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی ډاکترعبدالولي وکیل سلام وطندار ته وویل، چې اوسمهال د ازرې ولسوالۍ  شاوخوا ۷۰ تنه ځوانان د داعش لیکو ته ورغلي او د ننګرهار په اچین او حصارک ولسوالیو کې له طالبانو او دولت سره په جګړه بوخت دي.

وکیل زیاته کړه، چazrah. logar - Copy 1ې د ازرې ولسوالۍ په سپاندو کڅ سیمه کې هم د داعش ډلې تور بیرغونه لیدل شوي دي او په خلکو کې یې ستره ویره پیداکړې ده.

د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي، داعش وسله واله ډله پلان لري، چې د لوګر له پاره په ازره کې مرکز جوړ کړي.

وکیل په ورته وخت کې وویل، چې په ازرې ولسوالۍ کې قومي جوړښتونه موجود دي او دوی به په هیڅ ډول داعشیانو او نورو بهرنیو وسله الو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

ډاکټر عبدالولي وکیل د معلوماتو له مخې د دې وېره موجوده ده، چې په ارزې ولسوالۍ کې مېشت طالبان له داعش وسله والې ډلې سره لاس یو نه کړي.

خو د لوګر د والي ویاند سلیم صالح په ازرې ولسوالۍ کې د داعش او نورو بهرنیو وسله والو موجودیت ردوي او وايي، چې دوه اونۍ وړاندې د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ ته یو شمېر بهرني جنګیالي راغلي وو، چې هغه هم د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیات کې ووژل شول.

له بل لوري د ولسمشر سلا کار اسدالله  فلاح له سلام وطندار سره په خبرو کې د لوګر ولایت په خروار، ازرې، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د بهرنیو وسله والو شتون منې او زیاتوي، د دغو بهرنیو وسله والو له موجودیت سره، سره په دغه ولایت کې امنیت تر پخوا ښه شوی دی.

فلاح وايي، دوی له خلکو او قومي مشرانو غواړي، چې د خپلو سیمو د امنیت په خوندیتوب کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملي امنیت شورا سلا کار حنیف اتمر په خپلې یوې مرکې کې ویلي، چې دوی د لومړي ځل پاره د ارزې په ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې د پراختیا مخنیوی وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *