ننګرهار کې ځانمرګي برید ۷ کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
برید دهغه ولایت نازیانو ولسوالۍ کې نن مازدیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې شوی دی.
د نازیانو ولسوالۍ امنیه قوماندان یاربیک وویل، چې دغه برید د سیمه ییزو پولیسو یوه قوماندان دهقان د قرار ګاه مخې ته شوی، چې خپله قوماندان هم ټپي دی.
نوموړي وویل، په دغه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۶کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټبیان دي.
هغه وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د نازیانو امنیه قوماندان زیاتوي، په وژل شویو او ټپیانو کې د قوماندان دهقان ساتونکي هم شامل دي.
اخوا بیا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم د پېښې پخلی کوي او وايي، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
هغه وايي، په دې اړه د ۴ نورو کسانو حالت هم د اندېښنې وړ دی.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.