طالبانو په بغلان کې ۳ عام وګړي د خپلو کورنیو په مخکې ووژل

طالبانو په بغلان کې ۳ عام وګړي د خپلو کورنیو په مخکې ووژل

د بغلان ولایت د امنیت امر سمونوال عبدالرشید بشیر سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کندهارهای سیمه کې درې تنه د خپلو کورنو د غړیو په مخکې له حکومت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

سمونوال بشیر وویل، چې دې کسانو له حکومت او امنیتي بنسټونو سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله، بلکې عادي بزګران کلیوال وو.

د بغلان د امنیت امر په وینا، چې طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې وي؛ پر عامو خلکو هېڅ ډول ظلم نه درېغوي او خپل خاص قوانین پر عامو وګړیو عملي کوي.

د بشیر په وینا، څو ورځې وړاندې هم طالبانو د برکه ولسوالۍ په تنګي مورچ سیمه کې دوه تنه په دار راځړولي وو.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د دې ولایت ځايي اوسېدونکي له حکومت سره پر همکارۍ وژني، بلکې له دې وړاندې یې هم د ډنډې غوري په سیمه کې ورته پېښې تکرار کړې دي.

اوسمهال د دولت وسله وال مخالفان د بغلان په ډنډې غوري، ډنډې شهاب الدین، د مرکزي بغلان په ځېنو سیمو، د برکه ولسوالي په تنګي مورچه سیمه کې، د دهنې غوري ولسوالۍ په ځېنو برخو کې، دوشي او تاله و برفک ولسوالیو کې پراخ فعالیتونه لري، خپل قوانین پلي کوي او له خلکو نه په زور باج اخلي.

Author

خروج از نسخه موبایل