كونړ كې د امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري په كونړ كې د خشم سيلاب په نوم د امنيتي ځواكونو روانو عملياتو كې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې دغه عمليات يې پرون د کونړ په ناړۍ، غازي اباد او اسمار ولسواليو کې پيل كړي دي.
په خ
هغه زیاته کړه، چې د عملیاتو په مهال یې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۵ وسله وال وژلي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وایي، چې نن سهار د ملي اردو لومړۍ پلې لېوا له لوري د لغمان مرکز کې د الماس ۶ په نوم تصفيوي عملیات پیل شول.
فقیري زياتوي، چې تېره شپه د یوه چیک پاینټ له لارې د کابل ـ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې یو ډاډسن موټر کې په زیاته اندازه نشه یي توکي نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.