د كندهار په شاولي كوټ كې عمليات، ۲۱ وسله وال مړه، ۲۴ ټپيان، ۱۰ بنديان افغان پوځ وايي، پرون يې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي چې په ترڅ كې يې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره ورځ او شپه يې د شاولي کوټ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې عمليات تر سره کړي دي چې په ترڅ كې يې ٢١ تنه وسله
سرچينه همدا راز وايي، دا عمليات د شاولي کوټ په هغه سيمو کې تر سره شوي چې ترې لويه لاره تېره شوې ده.
دا مهال د کندهار- ارزګان لويه لاره د وسله والو طالبانو له لوري د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده چې له امله يې ګڼې ستونزې راپورته شوې دي.
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د دې لارې د بندښت له امله د خوراکي او غير خوراکي توکو بيي هم لوړې شوې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې وروستۍ مرګ ژوبلي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.