د يونان په پوله کي ساتل شوي افغان کډوال د ډول ډول ناروغيو له گواښ سره مخ دي

دا کډوال په ډير بد حالت کي شپي ورځې تيروي او د رواني ناروغيو له گواښ سره مخ شوي دي

د یونان په ساحلي سیمه کې لند مهالي پنډغالي چې تر دوه اونیو وړاندې پکې یو زر دوه سوه کسانو ژوند کاوه اوس مهال د تشیدو په حال کې دي او ډيری کډوال د آتن په لویدیځ کې پنډغالي ته لیږدول شوي دي دا پنډغال15AF525F-6A80-40EE-B58D-CF57B413F7B3_mw1024_s_nی د آتن په پنځه سوه کلیو متری کې پروت.

په دې بنډغالیو کې کډوال له دې امله ځوریږي چې ددوی راتلونکې او برخلیک ندی روښانه تر ټولو ډیر د کورنیو مشران له رواني ناروغیو سره مخ شوي دي دوی وایي په هیواد کې یې هرڅه له لاسه ورکړل او مرګوني ګواښونو په ګاللو سره یې تر ډې ځایونو ځانونه را رسولي دي خو اوس له داسې حالت سره مخ دي چې حتی د ژوندانه لومړنۍ هوساینې هم شتون نلري.

اوس د دوی پر مخ د د پرمختګ لارې بندې دي او شاته هم نشي ګرځیدلی نو اړ دي ترڅو د یونان تودې ورځې او سړې شپې تر شنه آسمان لاندې تیرې کړي.

محمدي – په دې پنډغالي روغتیایي او د خوړو مرکزونه ډیر لږ دي او دې حالت تر ډيره ښځې ماشومان او زاړه کسان اغیزمن کړي دي

درویشت کلن یو بل افغان کډوال د ښځو په هکله وایي دوی هیڅ ډول روغتیایي مرکز ته لاس رسی نلري او حتی ددوی دومره څوک نشته چې دوی تر روغتونه ورسوي.

له دې سره دا تر اوسه نده روښانه چې دا حالات به تر کله دوام ولري او آیا به دې هکله به افغان حکومت نړیواله ټولنه او د بشر حقونو بنسټونه لاس په کار شي او کنه؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *