ملي امنيت کابل کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیولې
په ویډیو کې تښتوونکی پر خپل جرم د اعتراف ترڅنګ امنیتي سرتېرو ته هغه سیمه ښيي چې ۱۴ کلن اباسین یې پکې ښخ کړی دی.
د افغانستان څارګرې ادارې (ملي امنیت عمومي ریاست) ویلي، د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله یې نیولې ده چې څه موده وړاندې یې له کابل څخه یو ۱۴ کلن ماشوم تښتولی او بیا وژلی وو.
د ملي امنیت ادارې په خپل فیسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، دغو انسان تښتوونکی د اباسین ځاځي په نوم ماشوم د خاکجبار په چنار کلي کې ښخ کړی و.
په ویډیو کې د ملي امنیت دوه سرتېري له یوه انسان تښتوونکي سره لیدل کېږي. تښتوونکی پر خپل جرم د اعتراف ترڅنګ امنیتي منسوبینو ته هغه سیمه په ګوته کوي چې اباسین یې پکې ښخ کړی دی.
د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، دا ماشوم نژدې ۵ میاشتې وړاندې د کابل له کارته نو سیمې څخه تښتول شوی وو.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، انسان تښتوونکو د نښې په توګه د اباسین ګوته غوڅه کړې وه او د هغه له کورنۍ څخه یې د هغه د خلاصون په بدل کې ۱۰۰ زره ډالر غوښتل.
په ټولنیزو شبکو کې تصویرونه لاس په لاس کېږی چې ښيي د اباسین ګوته پرې شوې، لاسونه او پښې یې تړلي او په یوه کوټه کې پروت دی.
د فیسبوک ځېنې کاروونکي ددغه ماشوم د قاتلینو د سزا غوښتنه کوي.
ویل کېږي چې اباسین د نهو خویندو په لرلو سره د پلار یواځنی زوی وو.
وړاندې هم کابل ښار کې د تښتونې ډېرې پېښې رامنځته شوي دي چې یو شمېر تښتول شوي بهرني وګړي و.
د پیسو ترلاسه کول، جنسي ګټه اخستنه او پر انساني قاچاق وړونکو د تښتول شویو کسانو خرڅول په افغانستان کې د تښتونو له اصلي اهدافو بلل کېږي.
تېره ورځ (پنجشنبه ثور/ غویي ۹مه) په ختیځ ولایت ننګرهار کې یوه بهرنۍ مېرمن نامعلومو وسله والو وتښتوله. تراوسه یې برخلیک څرګند نه دی.
تېر کال د اسد/ زمري په ۲۶ مه ناپېژانده وسله والو د ښار له منځه یوه بهرنۍ ښځه وتښتوله چې د جی آی زېډ له موسسې سره یې کار کاوه.