یواځې په کندز کې له څلویښتو ډير طالبان وژل شوي دي160427123832_government_of_takhar__640x360_takhargov_nocredit

د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت چارواکي وایي، په اشکمش ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ ترلږه ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ویلي، دا عملیات تېره ورځ سهار ترسره شول او په پایله کې یې د اشکمش ولسوالي د مخالفینو له شتون څخه پاکه شوې ده.

ښاغلي تیمور وویل، د طالبانو یو مشهور قومندان زبیر البغدادي هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی او د ځېنو نورو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د تخار ولایت مطبوعاتي دفتر په خپله فسبوک پاڼه کې د وژل شویو وسله والو عکسونه هم خپاره کړي دي. مطبوعاتي دفتر ویلي، د تخار والي محمد یاسین ضیا پخپله ددې عملیاتو مدیریت کاوه.

د تخار ولایت ویاند زیاتوي، په دې عملیاتو کې پنځه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

اشکمش د افغانستان له نسبتا ناامنیو ولسوالیو ګڼل کېږی. وړاندې په دې سیمه کې د ازبکستان د اسلامپالې ډلې د غړو د فعالیت رپوټونه هم ورکړل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *