د د کندز چهاردره او د تخار اشکمش ولسوالۍ له طالبانو پاکې شوې دي
یواځې په کندز کې له څلویښتو ډير طالبان وژل شوي دي
د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت چارواکي وایي، په اشکمش ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ ترلږه ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ویلي، دا عملیات تېره ورځ سهار ترسره شول او په پایله کې یې د اشکمش ولسوالي د مخالفینو له شتون څخه پاکه شوې ده.
ښاغلي تیمور وویل، د طالبانو یو مشهور قومندان زبیر البغدادي هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی او د ځېنو نورو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د تخار ولایت مطبوعاتي دفتر په خپله فسبوک پاڼه کې د وژل شویو وسله والو عکسونه هم خپاره کړي دي. مطبوعاتي دفتر ویلي، د تخار والي محمد یاسین ضیا پخپله ددې عملیاتو مدیریت کاوه.
د تخار ولایت ویاند زیاتوي، په دې عملیاتو کې پنځه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
اشکمش د افغانستان له نسبتا ناامنیو ولسوالیو ګڼل کېږی. وړاندې په دې سیمه کې د ازبکستان د اسلامپالې ډلې د غړو د فعالیت رپوټونه هم ورکړل شوي وو.