کېدای شي چې په سوریه کې د پنتاګون د ځانګړو دندو پوځیان د روسیې د هوایي کیهاني ځواکونو تر ګوزار لاندې راشي

واشنګټن خپلې هغې لوبې ته دوام ورکوي، چې په سوریه کې د خپل دریځ له پیاوړي کولو سره تړلې ده. خو دغه کار په سیمه کې د روسیې او د هغې د متحدینو ګټې زیانمنوي.

د پنتاګون رسمي استازي پیتر کوک سوریې ته د ۲۵۰ تنو امریکایي پوځیانو د لېږلو په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر برک اوباما پر پرېکړه د تبصرې په ترڅ کې خبر ورکړ، چې دغه پوځیان به «په هغو سیمو کې ځای پرځای نشي، چې هلته د روسیې جنګي الوتکې عملیات کوي». خو د روسیې د دفاع وزارت له پلوه په همدې تړاو کومه روښانتیا نه ده ورکړ شوې.

د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پېسکوف یوازې دومره وویل چې د روسیې پوځي قطعات د دمشق په رسمي غوښتنه په سوریه کې پراته دي586537.

د دمیتري پېسکوف دغه خبره دېته ښکاره اشاره ده، چې په سوریه کې امریکایي پوځیان — نابللي میلمانه دي، او د روسیې فدراسیون د هوایي کیهاني ځواکونو جنګي الوتکې او چورلکې، چې د جګړه مارانو پر ضد پر مبارزه بوختې دي، کېدای شي، چې د سوریې عربي جمهوریت د خاورې په هره سیمه کې او حتا په هغو سیمو کې هم عملیات وکړي، چې امریکا متحد ایالتونه هلته د ځانګړو دندو د پوځیانو د کارولو پلانونه لري.

د ۲۰۱۶ کال په فبروري کې هم، هغه مهال چې پر ورته وضعې بحثونه کېدل، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم نېغ په نېغه اعلان وکړ، چې په هېواد کې یې نابللي پوځي قطعات — دا یرغلګر دي، او د سوریې عربي جمهوریت د حکومت له موافقې پرته هره پوځي لاسوهنه به یرغل وګڼل شي. او په غبرګون کې به یې دېته اړ شو، چې یرغلګر په تابوتونو کې خپل هېواد ته بېرته ور ولېږو. لکه چې ښکاري، دمشق اوس هم په همدغه روحیه عمل کولو ته اړ دی. خو امریکایان نه غواړي چې دغه ډول ګواښونه په پام کې ونیسي او د سوریې له رسمي چارواکو سره نه غږیږي، بلکې د روسیې مشرتابه ته مراجعه کوي. پیتر کوک د دې یادونه وکړه، چې امریکا متحدو ایالتونو پخوا له روسیې نه هيله کړې وه، چې د سوریې په خاوره کې «پر ټاکلو سیمو بمبارۍ نه کوي». د پنتاګون ویاند خبر ورکړ، چې « د دغې مسألې څېړل به دوام وکړي». له دې نه ښکاري چې حالات کړکېچن دي. امریکا متحدو ایالتونو سوریې ته د ځانګړو دندو د نورو پوځیانو د لېږلو پرېکړه کړې، خو له روسیې سره پر دغه مسأله یوازې اوس بحثونه کوي.

څرګنده ده، چې همدا اوس په سوریه کې ۵۰ تنه امریکایي پوځیان پراته دي. او په واشنګټن کې داسې ګڼي، چې سوریې ته به د ۲۵۰ تنو نورو امریکایي پوځیانو ورلېږل د «اسلامي دولت» پر ضد عملیات ګړندي کړي. پخوا خبر ورکړ شوی وو، چې د امریکا متحدو ایالتونو د ځانګړو دندو هغه پوځیان، چې سوریې ته لېږل شوي، ان د ۲۰۱۵ کال له نومبر راهیسې د سوریې په شمال کې د هغو کوردي ملیشو په ګټه فعالیت کوي، چې د «اسلامي دولت» پر ضد جنګیږي. لکه چې څرګنده ده، دغه سیمې د تېلو د زېرمو له اړخه ډېرې شتمنې دي. او امریکایان هم، څومره چې ښکاري پر همدغو سیمو د خپل کنټرول د ټينګولو په هڅه کې دي. خو د دې احتمال هم شته، چې د امریکا د ځانګړو دندو د پوځیانو د کارولو جغرافیه پراخه شي. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر د تېرې یکشنبې پر ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې پر سوریه باندې د امریکا متحدو ایالتونو پراخ یرغل ناشونی دی. خو اوباما د همدې په ترڅ کې دا هم په ټینګار وویل، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ټلواله به د «اسلامي دولت» پر مرکزونو، لکه الرقه او موصل ګوزارونو ته دوام ورکړي. او په دې ډول به د هېواد د هغو سیمو د ګوښه کولو او کلابندولو هڅه وکړي، چې بهرني جګړه ماران، اروپا ته ورڅخه لېږل کیږي.

لکه چې څرګنده ده، پر الرقه باندې د روسیې هوایي کیهاني ځواکونه او د سوریې جنګي الوتکې ګوزارونه کوي. او د روسیې فدراسیون او د بشار اسد په پلانونو کې د «اسلامي دولت» د نارسمي پلازمېنې نېول هم شته. نو ځکه، د امریکایانو، دمشق او د روسیې فدراسیون د هوایي کیهاني ځواکونو د هلوځلو همغاړه کول بیخي اړین دي. نه پوهیږو، چې ولې، خو امریکا متحد ایالتونه له دغې مسألې ځان په څنګ کوي. خو د همدې په څنګ کې د خپلو او د عربي رسنیو د شبکې له لارې هڅه کوي چې نړیوال ټولنیز نظر پر دې باوري کړي، چې د سوریې حکومتي پوځونه او د روسیې فدراسیون جنګي الوتکې د زور په کارولو کې له حده زیات تېری کوی.

په دغه سیمه کې د سیمې د نورو هېوادونو، په تېره بیا د تورکیې ګټې هم غوټه شوي دي. لکه چې د سوریې رسنۍ خبر ورکوي، «په راډیویي څپو کې د نېول شوو مخابراتي اطلاعاتو له مخې، د سوریې په خاوره کې له تورکي استخباراتو سره د جګړه مارانو د عملیاتو د همغاړه کولو په موخه د تورکي پوځي سلاکارانو یو څو ډلې حلب او لاذقیه ته لېږل شوي».

خو له همدې ټولو سره سره، له سوریې څخه رارسیدلي خبرونه د دې ویندوی دي، چې حکومتي پوځونه د پېښو کنټرول په ډېر ډاډمنتوب په لاس کې لري. په پلان کې ده، چې حلب په بشپړ ډول کلابند شي او د تدمر له ښاره د دیرالزور په لوري نوی برید وکړي. د دغه ښار د کلابندي ماتول د یو څو اونیو کار دی. خبر ورکړ شوی، چې د عراق د شعیه ګانو د «حشد الشعبي» نومي غورځنګ یوه ۲۵۰ کسیزه ډله هم سیمې ته لېږل شوې، چې د حکومتي پوځونو تر ور رسېدو پورې د ښار له ګارنیزیون سره مرسته وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *