ولسمشر غني وویل، د غويي پر اتمه د خلکو د هیلو پوره کېدو لپاره د حق لارې هغه جهاد د کامیابۍ درشل ته ورسېد چې د هېواد هر ولایت، ولسوالۍ او کلي خلکو برخه پکې واخیسته او عظیمه حماسه یې رامنځ ته کړه، چې تاریخي وه.

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني، د پخوانیو مجاهدينو د بریا0E05B831-F6C8-4A53-AFAB-DAF2049C60B0_w640_r1_s ۲۴ کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، ددې پرځای چې افغانستان کې پر بیارغونې او تعلیم پوره پام ورټول شي، له مخالفانو سره په جګړې او مبارزې ډېر وخت او پیسې ضایع کېږي.

نوموړي د غويي پر اتمه په ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، که څه هم افغانستان د طبعي زېرمو له اړخه یو ډېر شتمن هېواد دی، خو د جګړو له کبله یې وګړي بې وزله پاتې شوي.

پوره څلورویشت کاله وړاندې، پر همدې ورځ ـ د غوايي پر اتمه مجاهدین کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې خپل بریالیتوب اعلان کړ.

ولسمشر غني وویل، موږ جګړه نه غوښته، خو که څوک پر افغانانو د ټوپک خوله وراړوي، وبه ویشتل شي، او روانه جګړه د افغانانانو د وېش جګړه نه ده، چې په وینا یې “دا وطن د تقسیم وطن نه دی، د جګړې د یوې ورځې په لګښت زموږ ښوونځي ابادېږي. دښمن غواړي زموږ منځ کې تفرقه واچوي، موږ د تفرقې خلک نه یو، د اتفاق او اتحاد خلک یو. د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د ټول هېواد بچیان دي”.

ولسمشر غني وویل، د غويي پر اتمه د خلکو د هیلو پوره کېدو لپاره د حق لارې هغه جهاد د کامیابۍ درشل ته ورسېد چې د هېواد هر ولایت، ولسوالۍ او کلي خلکو برخه پکې واخیسته او عظیمه حماسه یې رامنځ ته کړه، چې تاریخي وه.

د افغانستان د مسلمانو خلکو جهادچې برحقه جهاد، کابو ټولو اسلامي هېوادونو او نورو نړیوالو اکثرو هېوادونو یې حمایت وکړ، او افغان مجاهدین یې په مبارزه کې برحقه وبلل، لکه څرنګه چې نړۍ د ترهګرۍ پروړاندې ودرېده، همداشان په افغانستان کې د پخواني شوروي د تجاوز پر خلاف په یوه کتار کې لا ډېره یوموټی شوه.

دی وايي، که څه هم مجاهدینو د هغه وخت لوی زبر ځواک سره مقابله کوله، شوروي اتحاد له خپل ټول سیاسي، نظامي او اقتصادي قدرت سره ونه توانېد، چې نړۍ له ځان سره ملګرې دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د ملي امنیت د سلاکار زبیګنیو بریجنسکي

ولسمشر غني په افغانستان کې پراخېدونکي اداري فساد ته په اشارې سره وویل، له ټولو والیانو، ولسوالانو او ادارو یې غوښتي چې له فساد سره ټینګه مبارزه وکړي.

د یوې سروې له مخې، افغانستان په ګرده نړۍ کې د فساد له اړخه دویم هېواد دی.

د ښاغلي غني له خبرو وړاندې پخواني جهادي مشر ډاکټر فاروق اعظم وویل، “پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، په جهادي مشرانو کې دا وړتیا او سیاسي بصیرت نه و، چې د نن ورځې له ذلته یې د جهاد مشران ژغورلي وای”.

ښاغلي اعظم وویل، د جهاد ورځو کې د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د ملي امنیت د سلاکار زبیګنیو بریجنسکي د قانع کولو هڅه یې کوله، چې له افغانستان سره مرسته وکړي، خو هغه ورته وویل چې “افغانستان خو ولاړ، روسان تر پښو لاندې هرڅه لاندې کوي، د پاکستان راټینګول پکار دي”.

 امریکا او سعودي عربستان د پخوانیو افغان جهادي ډلو تر ټولو لوی مالي مرستندویان وو.

ښاغلی اعظم وايي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له پخواني وزیر سعود الفیصل یې هم دا غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره مرستې ونه دروي، خو د هغه ځواب هم د بریجنسکي په څېر و.

امریکا او سعودي عربستان د پخوانیو افغان جهادي ډلو تر ټولو لوی مالي مرستندویان وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *