په برتانیا کې په اروپایي اتحاد کې د هېواد د غړیتوب پر سر د ټولپوښتنې په درشل کې، چې د جون پر ۲۳-مه ټاکل شوې، تبلیغاتي کمپاین په رسمي ډول پیل شو.

اوس مهال په اروپایي اتحاد کې د برتانیا د غړیتوب د ساتنې د پلویانو او مخالفانو شمېر سره مساوي او نیم په نیمه دی. حتا د حکومت په دننه کې هم په همدې تړاو د نظر یوالی نه ښکاري. چې د برتانیا د صدراعظم دریځ یې پخلی وکړ. ده وویل، چې په خپله دی، په اروپایي اتحاد کې د هېواد د پاتې کېدا پلوي دی، خو د حکومت وزیران په دغه پېښه کې کولای شي، چې نه یوازې په خپل زړه رایه ورکړي، بلکې له اروپایي اتحاد څخه د هېواد د وتون په ملاتړ تبلیغ هم وکړي. له اروپایي اتحاد څخه د برتانیا د وتون مخالفین له خپل دریځ څخه د دفاع ښ585251ې شونتیاوې لري، خو له بروکسل څخه د لندن د بېلېدا پلویانو هم د خپلو پلانونو عملي کولو ته کلکه ملا تړلې ده.

راپیدا شوې وضعې ته، په بروکسل کې په ډېره اندېښنه کې دي. ځکه چې د اروپایي اتحاد اغېزمنتوب او پیاوړتیا په دې کې ده، چې ټول له هغه سره د یوځای کېدا غوښتونکي دي. خو برتانوۍ ټولپوښتنه دغه افسانه وېجاړوي. د اروپایي اتحاد په یوه مخکښ غړي هېواد کې له دغه اتحاد څخه د وتون پر مسأله ډېر تاوده او جدي بحثونه راپورته شوي. او د دغې مسألې په تړاو د ولس پرېکړه اوسمهال نه ده روښانه او اټکلول یې هم سخت دي. ځکه چې هنګري، یونان او نورو هېوادونو هم د اروپایي بیروکراسۍ د دیکتې په وړاندې خپله ناخوښيي په وار وار ښودلې ده.

هغه وخت، چې د اروپایي اتحاد یوازې همدغو هېوادونو، د اروپایي اتحاد د مشرتابه د کړنو په تړاو خپله ناخوښي او غوسه څرګندوله، بروکسل په دومره زیاته اندېښنه کې نه وو. خو د برتانیا له خوا له دغه اتحاد څخه د وتون د خبرې پورته کول — دا بیا بله خبره ده. که چېرې سبا د المان بیزنس ټولنې، چې هم د اروپایي اتحاد له ګډ بهرني سیاست څخه ناخوښه دي او هم د خپلو چارواکو له سیاسته، هم د برتانوي بیزنس پر لاره، چې په اروپایي اتحاد کې د هېواد د غړیتوب په تړاو د ټول ولس د پوښتلو ملاتړی دی، لاړې شي، نو د اروپايي اتحاد د ړنګېدا فاجعه پېښېدونکې ده.

ځکه چې بې المانه اروپایي اتحاد — اروپایي اتحاد نه دی. د اروپایي اتحاد د غړو هېوادونو ډېری، د الماني مالونو د رانېولو لپاره الماني پورونو ته اړتیا لري، دېته اړتیا لري، چې د خپل اقتصاد د هغو څانګو محوصولات، چې تر اوسه لا کار کوي، د پلورنې لپاره د المان بازار ته، چې د مالونو د رانېولو ښه وس لري، وړاندې کړي. او دېته هم اړتیا لري، چې الماني سیلانیان یې هېواد ته ورشي. او هلته د خپلې سیلاني ګرځېدا په بدل کې پیسې پرېږدي. حتا د اروپایي اتحاد ګډه بودجه هم، چې د دغه اتحاد له کمزورو هېوادونو سره مالي مرستې ترې په منظم ډول ورکول کیږي، په ټوله کې د المان په حساب ډکیږي. او تر هغو تېرېدنو وروسته، چې د برتانیې په وړاندې شوي، د ټول اروپایي یوالي د لګښتونو په ورکولو کې به د المان ونډه نوره هم زیاته شي.

ډېره مهمه ده دا ده، چې اروپایي اتحاد تر اوسه پورې له دغه ډول پېښې سره نه وو مخامخ شوی. کېدای شي چې دغه پېښه د ساري بېلګې بڼه غوره کړي. او هغه هم داسې بېلګه، چې د برتانیا په څیر معتبر هېواد وړاندې کړي وي. دا چې لندن د ګډ اروپایي مالي سیاست او امنیتي سیاست د پېټي د نه وړلو حق خپل کړی، دا چې لندن ته اجازه ورکړ شوې، چې برتانیا ته د کډوالو د ورتګ بهیرونه په خپله تنظیم کړي او د اروپایي اتحاد د نورو هېوادونو کډوالو ته د مالي مرستو ورکول محدود کړي، د اروپایي اتحاد نور غړي هېوادونه هم غواړي، چې همدغسې وکړي. دلته دا هم باید له پامه ونه غورځول شي، چې برتانیا ته د همدې ټولو په څنګ کې هغه امتیازات هم ټول ساتلي دي، چې په اروپایي اتحاد کې غړیتوب یې ورکوي. که چېرې د اروپایي اتحاد ټول هېوادونه هغه حقوق تر لاسه کړي، چې برتانیا یې تر لاسه کړي، څه به پېښ شي؟ په دغه حالت کې به اروپایي کمیسیون ته داسې څوک پاتې نشي، چې واک پرې وچلوي، او د اروپایي اتحاد د ګډې بودجې د ډکولو سرچېنې به هم له منځه لاړې شي. اروپایي اتحاد خپل یوه غړي هېواد ته، د اتحاد د ظاهري یووالي د ساتنې په موخه په تېرېدنو ، خپل نور غړي هېوادونه هم دېته هڅوي، چې هغوی هم همدغه ډول غوښتنې وکړي. همدې ټولو ته په کتو، د اروپایي اتحاد د ساتنې پېټی، چې پخوا د اروپایي اتحاد د اقتصادي غښتلو هېوادونو ترمنځ سره وېشل کېده، ګوښي پاتې شوي المان ته هم نه پورته کېدونکی کیږي. پر ایټالیا او اسپانیا حساب نه کیږي، هغوی چې د یونان په حالت کې له لوېدو ځانونه وژغوري، هم ستر خبره ده. فرانسه له هیچا مرسته نه غواړي، خو له نورو سره د مرستې کولو وس هم نه لري.

له دې ټولو دې پایلې ته رسیږو، چې لندن مالي پېټی له خپلو اوږو لرې کوي او برلین ته «په ډېره مهربانۍ اجازه ورکوي»، چې که واحدې اروپا ته دومره اړتیا لري، نو د هغې د پایښت لګښتونه دې هم په خپله ورکوي. خو له برلین سره په اوسنیو شرایطو کې بې کاره پیسې نشته. د المان پرصنایعو ډېر سخت وختونه راغلي دي.

د دې ټولو پورته یادو شوو علتونو له مخې په اروپایي اتحاد کې د برتانیا د پاتې کېدا په تړاو ولسي ټولپوښتنه د اروپایي اتحاد لپاره بیخي نامطلوبه ده. د برتانیا صدراعظم ډېویډ کېمرون ډېره ښه سنجول شوې لوبه وکړه او په ډېر ماهرانه شانتاژ یې اروپایي اتحاد تېرېدنو ته اړ کړ او د همدې په ترڅ کې یې سیاسي ګټه هم وکړه.

بروکسل، چې څه په وس کې وو، هغه یې ټول وکړل. لندن ته یې تر دې زیاتې تېرېدنې نشوې کولای. او کېمرون هم تر همدې زیات څه نه غواړي. په راپیدا شوو حالاتو کې اروپایي اتحاد ته، خپل برخلیک ته له تسلیمېدا او د ځان لپاره د ټولپوښتنې مثبتو پایلو ته له انتظار ایستلو پرته بل څه نه دي پاتې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *