په ډنمارک کې تر اوسه ۲۳۰ تنه په خپلو موټرو کې د پناه غوښتونکو د سپرولو په خاطر د انسانانو په قاچاق تورن شوي دي.

د ډنمارک حکومت په یو بل سخت اقدام سره هغه کسان په قاچاق تورنوي چې له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي او هغوی په خپلو موټرو یا کښتیو کې گاونډي هیواد سویډن ته انتقالوي.

د ډنمارک عامه څارنوالۍ اعلان کړی دی چې ٢٣٠ تنه د هغو مهاجرینو سره په مرستې تورن شوي چې غوښتل یې په غیر قانوني توگه ددې هیواد څخه سویډن ته ولاړ شي.

ډنمارکي م816F7509-3047-44E0-9B7D-3C575AE07297_w640_r1_s_cx0_cy5_cw0قاماتو ویلي دي چې ددې هیواد په ترافیکي قوانینو کې د پیسو لپاره د انسانانو د قاچاق او د بشري مرستې په خاطر د پناه غوښتونکو سره د مرسته کول سره نه دي جلا شوي.

خو منتقدین د ډنمارکي مقاماتو دغه اقدام د شرم وړ گڼي چې یو ډنمارکی یواځې په دې خاطر گرم وگڼل شي چې د یو پیاده او سټري مهاجر سره چې د لارې په څنډه کې مزل کوي، مرسته کوي.

کالی وانگستروپ د ٢٠١٥ کال د سپتمبر په میاشت کې څلور ځلې د ډنمارک او سویډن ترمنځ د نرۍ او تنگې لارې تیر شوی و چې په دغو سفرونو کې یې ٢٠ تنه سوري مهاجر سویډن ته انتقال کړي وو.

هغه د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې “دا کار د هغه فکر څخه ډیر لېری و چې ما د خپلې ټولنې په اړه درلود؛ یوه بشري ټولنه چې مونږ د یو بل ساتنه او غمخواري کوو.”

د اروپایي ټولنې د سرحدي موافقې له مخې ډنمارکي مقامات باید د جرمني سره په خپله جنوبي پوله مهاجرین ودروي او هغوی ته وایي چې په ډنمارک کې پناه واخلي او یا هم بیرته ووځي.

خو کله چې مهاجر زیات شول، مقاماتو تصمیم ونیو چې هغوی ته سویډن ته د تللو اجازه ورکړي، حتی د ډنمارک د اروگاډي دولتي کمپنۍ هغوی د پیسو له ورکړې پرته له هیواد نه باسي.

اکثر ډنمارکیان چې په قاچاق تورن شوي د ډنمارک نه سویډن ته په اورگاډي کې د پناه غوښتونکو لیږدولو ته په اشارې له دوی سره د حکومت چلند نامناسب گڼي.

لیزبث زورنینگ اندرسن او میړه یې په تیر مني کې شپږ تنه سوري مهاجر له ډنمارک نه سویډن ته انتقال کړي وو، اوس باید ۳۳۳۰ دډالر جریمه ورکړي. دغه ښځه او میړه وایي چې د پناه غوښتونکو د سپرولو پر وخت پولیسو هغوی لیدل خو هغوی ته یې ونه ویل چې د دوی دغه غیر قانوني دی.

په زرگونو مهاجر تیر کال سویډن، ناروی او یا هم فنلند ته د رسیدو په هیله د جرمني د شمالي پولو له لارې ډنمارک ته ولاړل. څه دپاسه ۱۶۰ زره تنو تیر کال په سویډن کې پناه غوښتې ده چې شمیر یې په ډنمارک کې د پناه غوښتونکو په پرتله شپږ ځلې زیات دی.

یو شمیر ډنمارکیان د ترافیکو د قانون د تعدیل او په هغه کې د پیسو مقابل کې د انسان د قاچاق او د اړو کسانو سره د مرستې ترمنځ د توپیر غوښتنه کړې ده.

د پناه غوښتونکو مدافع ډلې د ډنمارک د حکومت دا اقدام سخت غندلی دی. د ډنمارک پارلمان تیر کال هم یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې له هغو پناه غوښتونکو څخه چې د دولتي امتیازونو لکه کور، لباس او خواړو غوښتونکي وي د ١٥٠٠ ډالرو څخه زیاته پانگه که نغدې پیسې وي او که گاڼې او زر هغه دولت ته سپارل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *