خبرو ته د طالبانو چمتو کول یوازې د پاکستان کار نه دی

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د دوست او دښمن تعریف هم وړاندې کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه څرګندونو په ځواب کې ویلي، دغه هېواد د ټولو ترهګرو پرضد دی او دا ردوي، چې ګواکې دوی د ښه او بد ترهګرو ترمنځ توپیر کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا نن سې شنبه په يوه خپاره شوي بیان کې ویلي، پاکستان هر ډول ترهګري غندي او د هرډول ترهګرو پرضد په جګړه بوخت دی او زیاتوي، پاکستان خپله هم د ترهګرۍ ښکار دی او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په زرګونو امنيتي سرتېري قرباني کړي دي.

د ویاند په خبره پاکستان په جدي توګه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي، خو په وینا یې، د خبرو مېز ته د طالبانو حاضرول یوازې د پاکستان کار نه دی.

دده په خبره پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو کوربه توب وکړ خو په خبره يې پاکستان یواځې ددې ذمه واره نه دی، چې طالبان دي خبرو ته حاضر کړي.

بلکې دده په خبره د همدې لپاره د څلورو هیوادونو څلوراړخیزه ګروپ جوړ شوی، چې په افغانستان کې د سولې د خبرو په هکله او په افغانستان کې د ټيکاو او ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په خبره د پاکستان په ګاونډيو کې ثبات ددوی په ګټه دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا خبرې له هغه وروسته کړې، چې پرون دوشنبه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلمان غونډې ته په وینا کې ویلي وو، دوی له پاکستان څخه نور دا تمه نه لري، چې طالبان دې د خبرو مېز ته حاضر کړي چې په خبره يې پاکستان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي

Author

خروج از نسخه موبایل