بمب خبری… د سوریې په هکله د قطر او عربستان درول په د قطرد بهرهنیو پخواني چارو وزیر اعتراف

څو ورځې وړاندې د قطر بهرنیو چارو پخواني وزیر د انګلیسي خبرندویې فایننشل ټایمز سره په اوږده مرکه کې په سوریه کې د ستونزو د رامنځ ته کولو او ددې ستونزو د دوام په هکله مالومات خپاره کړل دې ریښتینیولی چې تر ډيره مهمه هم وه په عربي او یو شمیر نورو رسنیو کې خپاره نشول خو یواځې یوه عربي لیکوال (طراد العمري) په انحا نومي خبري آژانس کې د یوې سرلیکنې په خپرولو سره ویلي چې د دې قطري چارواکي څرګندونې نه منلی شي او نه یې هم ردوي.

په دې مرکه کې د قطر د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي: « هغه څه چې په سوریه کې رامنځ ته شوي انقلاب نه وو بلکې یوه نړیواله لوبه وه» له دې سره ده قطر او عربستان ته د سوریې په تړاو د امریکا شنه څراغ ت15479ه پّ نغوتې سره د خپل اعتراف په یوه مهمه برخه کې ویلي: «زه تاته هغه خبره کوم چې تراوسه مې هیچا ته نده کړې! کله مو چې سوریې ته د ننوتلو په هکله ګام پورته کړ په دې ډاډه وم چې قطر به ډیر ژر د سوریې د ستونزې مشري پر غاړه واخلي ځکه چې هغه مهال سعودي عربستان په سوریه کې د لاسوهنې ښکاره پلویتوب نه کاوه. له دې وروسته د سوریې په هکله سیاستونو بدلون وکړ او مونږ ته دا مالومات رانکړل شول چې باید په دوهم ځای کې ځآن ځای کړو نو له دې وروسته دا مسله زمونږ او د عربستان ترمنځ په سیالۍ واوښته».

دې بسیاري اعتراف مسله بل ډول کړه او پّ سوری کې یې د عربستان نورو عربي هیوادونو ډلو او لویدیځو هیوادونو د نه لاسوهنې ادعاوې بې بنسټه کړې. لکه:

  • هغه څه چې په سوریه کې رامڼخ ته شوي یو انقلاب دی.
  • بشار اسد خپل خلک وژلي او له کورنو یې ایستلي دي.
  • له سورریې سره ملګرتیا او پر دوی رحم.
  • دا ایران دی چې په سوریه کې مداخله کوي او په سیمه کې د ستونزو اصلي رامنځ ته کولو.
  • د معارضانو حقیقت د ریاض او د مرکه چیانو عالی پلاوې نوم لړ.
  • د مرکه چیانو عالی پلاوي هوډ او د جینو په ناسته کې د حل لپاره تګلاره.

د ویلو وړ ده چې دا اعتراف د قطر، سعودي عربستان او امریکا لپاره تر ډيره حقوقي آثار لري او د سوریې دولت کولای شي ددې خطرناکه خبرو سره د بیلا بیلو هیوادونو پر وړاندې قضایي دعوه پرانیزي او یو تریلیونه ډالره یواځې د ویجاړیو په تړاو غرامت تر لاس کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *