په ننګرهار کې ۳۱ محصلين د حکومت ضد فعاليتونو په جرم د بند په سزا محکوم شوي
د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته لومړنۍ محکمې د بند سزا واوروله ، دغه شاوخوا ۳۱ تنه محصلین څو میاشتې وړاندې له یوې مظاهرې وروسته د افغانستان بیرغ ته دسپکاوي او د حکومت ضد کړنو په تور نیول شوي وو، ویل کیږي په دغو کسانو کې یو د حزب تحریر د ډلې غړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی، وايي “دا هغه محصلین وو چې د افغانستان د بيرغ بې حرتمي يې کړې وه او د مخالفينو په ګټه يې شعارونه ورکول او د حکومت پر خلاف يې په غير قانوني ډول غږ پورته کاوه”.
د پوهنتون دغه محصلین د افغانستان بیرغ ته د سپکاوي او د افغان دولت د وسله والو مخالفینو سره د تړاو په تور شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې نیول شوي وو.
د ننګرهار ولایت لومړنۍ محکمې د نیول شويو له ډلې یو کس ته چې د حزب تحریر غړی يې باله تر نورو ډېر دوه کاله د بند سزا واوروله.
یو بل کس ته د حکومت ضد تبليغاتو په جرم یو نیم کال، ۲۸ نورو ته د افغانستان بیرغ ته د سپکاوي له امله پنځه پنځه میاشتي او بل کس ته درې میاشتي او شل ورځې د بند سزا ورکړل شوه.
دغه محصلین وروسته له هغه د پولیسو له لوري نيول شوي وو، چې ظاهرا يې د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه لاریون کړی وو.
د مظاهرې په انځورونو کې ځینو کسانو د افغانستان د حکومت په خلاف او د طالبانو او داعش په پلوۍ شعارونه ورکول او ځینو يې د افغانستان پر بیرغ پښې ایښودې.
دغې موضوع هغه وخت غوغا را منځ ته کړه او داسې انګېرل کېده، چې د افغانستان په پوهنتونو کې دولت ضد کسان په ډېرېدو دي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلینو دا لومړنۍ محکمه ده، دا لومړی ځل دی، چې د یو دولتي پوهنتون محصلین د دولت ضد تبليغاتو په تور زنداني کېږي.
لا نه ده روښانه چې بندې محصلین به د بند سزا له تېرولو وروسته بېرته په پوهنتون کې شامل شي که نه.
تېره ورځ هم د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يو استاد د افغان امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی و.
د يو شمېر ځايي رسنيو په وينا دغه کس د توندلارۍ سره د تړوا په تور نيول شوی و.