پاکستان ته له منځنۍ اسيا د برېښنا لېږد پروژه ژر پيلېږي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/04/160423124842_casa_1000_ministry_of_energy__640x360_mofa_nocredit.jpg)
د دغو هېوادونو د برېښنا او انرژۍ وزيرانو په الماتا کې دغې پرېکړې ته رسېدلي وو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي د کاسا زر په نوم د برېښنا د لېږد پروژه به تر دریو اوونیو رسمأ پرانیستل شي.
ددغې طرحې پر بنسټ به د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي.
افغانستان به له برېښنا څخه د ګټې اخیستنې تر څنګ په کال کې ۴۵ میلیون ډالره د برېښنا د ټرانزیت له پلوه هم عاید ولري.
د ياد شوي وزارت له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان د انرژۍ وزیرانو د کاسا زر( CASA 1000) پروژې د پلي کېدو سندونه او د عملي کېدو تصمیم وروستی کړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ ټاکل شوې چې د کاسا زر پروژه د مۍ میاشتې په دولسمه نېټه رسما پرانیستل شي. چې د غړو هېوادونو او ملاتړ کونکو بنسټونو پلاوي به ګډون په کې وکړي.
کاسا زر په منځنۍ اسیا کې یوه ستره پروژه ده، چې طرحه یې په ۲۰۰۵ کال کې د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ یا ریکا په کنفرانس کې جوړه شوه.
دغه پروژه د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د ۱۲۵۰ کیلومتره مزي او لوړ ولتاژ سره افغانستان او پاکستان ته لېږدوي. چې له لارې به یې ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د پېښور تر نوښار پورې ولېږدول شي.
په پلخمري ښار کې به هم د ولتاژ بدلولو یوه دستګاه ولګول شي چې د افغانستان د اړتیا وړ ۳۰۰ میګاواټه برېښنا او پاکستان ته د برېښنا د لېږد زمینه برابره کړي.
د دغې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی، چې تر اوسه نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنې کړې دي.