د مغز او اعصابو د نړیوالې ټولنې فدراسیون پنځم سمپوزیم په تهران کې د ایران او نړۍ د مختصصاتو او جراحانو په ګډون د میلاد په برجې تر سره شو.

دا مراسمو د تهران ښاروالی محمد باقر قالینباف او سمیعي پروفیسر تندیس له لوري تر سره شوی دی.

یاد شوي فدراسیونونه غیر دولتي دي چې  سیمې او نړۍ ډيرش زره متخصیصین یې غړیتوب لري. متخصصان، روڼډ آندان او سیاسیون د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو څخه تهران ته راغلي وو.

د ایران 13072304_1074930932568026_560731299_oد مغز او اعصابو پیژندل شوي جراح مجید سمیعي ددې لویې غونډې د کوربه توب مشري کوله او دې ادارې د هیواد او نړۍ په کچه له پنځه شپته کلونو راهیسې فعالیت لري.

د ډاکټر سمیعي او دده دیو شمیر همکارانو په هڅو سره ایران پّ رسمي توګه په نولس سوه پنځه شپیتم کال کې د مزبور نړویال فدراسیون د دایسمي غړي هیواد په چې یو غیر دولتي بنسټ دی تر لاسه کړ. ایران اوس مهال اوه سوه د مغز او اعصابو جراحان لري چې ډيریو یې د مجید سمیعي له لوري زدکړې ترلاسه کړې دي.

د میرکو الکترونیک استاد اریکه بارکه ویلي: «دی یعني ډاکټر سمیعي فوق العاده او غښتلی جراح دی او نه یواځې په هانو فر بلکې د نړي په بیلا بیلو سیمو کې یې پرختللې جراحي کړې ده او د نړي په کچه یو پیژندل شوی کس دی مونږ په دې ویاړو چې دی په هانفور کې میشت دی.»

په تهران کې ددې مهمې ناستې ترڅنګ چې د ډاکټر سمیعي په ابتکار او د ایران د ولت په مرسته په لاره اچول شوې وه ترڅنګ به یې په تهران کې د مغز او اعصابو یو روغتون هم پرانستل شي دا به هغه روغتون وي چې د نړۍ په کچه به پرمختللی او په ښو وسایلو سنبال وي.

پوهان په دې آند دي چې په تهران کې د مغز او اعصابو نړیوال مرکز رامنځ ته کیدل به د مغز او اعصابو د علومو پّ تاریخ کې د پام وړ ټکی وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *