د حلب او دوما ښارونو په جګړو کې “زياتوالی” راغلی
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/04/018611041_30300.jpg)
لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې د پلازمېنې دمشق سره نژدې دوما ښار او د حلب په ځينو برخو کې د حکومتي جنګي الوتکو د بمبارۍ له امله لږ ترلږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
د دغې ډلې په وينا کېدای شي دوما ښار کې د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي.
له تېرو دوو ورځو راهيسې حکومتي ځواکونه د حلب پر ښار هوايي بريدونه کوي، پرون د جمعې په ورځ (۲۲ اپرېل) د بمبارۍ په ترڅ کې لږ ترلږه ۱۹ کسان وژل شوي وو.
ملګرو ملتونو او امريکا په سوريه کې د وروستيو تاوتريخوالو د زياتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
تېره اوونۍ د حلب ښار په څنډو، ادلب، لاذقيه او دمشق کې په جګړو کې زياتوالی راغلی دی. ټاکلې شوې چې په سوريه کې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو په اړه د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ په جنيوا کې له بيا پيل شي.
د “سولې عالي کمېټه”، د سوريې حکومت يو شمېر مخالفو ډلو ويلي چې د سولې خبرو په دغه پړاو کې به ګډون ونکړي.
د روسې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، د دغو ډلو له خوا د سولې په خبرو کې نه ګډون به د دوی پر زيان وي.
په جنيوا کې د سوريې په اړه پيلېدونکې خبرې په دغه هېواد کې تاوتريخوالي او شخړو د پای ته رسېدو لپاره ترسره کېږی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د سوريې جګړه کې لږ ترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي او په ميليونو نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي.