د يمن حوثيانو او ملي کنگري استازو د تښتيدلي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومت له استازو سره په مخامخ خبرو کي يو ځل بيا د سعودي عربستان په مشری ايتلاف له اوربنده په سرغړونه تورن کړ

د تیرې اونۍ له پنجشنبې ورځې راهیسې په ک140927075930__77856550_023820842ویټ کې د پخلاینې خبرې روانې دي او تیره ورځ دواړو خواوو په نیغه توګه له یوه بل سره لیدلي او خبرې یې کړې دي خو د حوثیانو غورځنګ او ملي کنګرې استازي د سعودي عربستان له لوري له اوربنده سرغړونې ډير قهر جن کړي دي دوی ویلي له اوربند پرته به د خبرو دوام بې ګټې وي.

حمزه الحوثي؛ “هوایي بریدونه دوام لري د دې بریدونو دوام د شرم وړ دی ځکه چې مونږ پوهیږو ددې بریدونو پآیله ښه نده او باید ډير ژر بند کړل شي خو له دې سره ددې ماموریت بندول اسانه کار ندی ده په ښکاره ددې ښکارندویي کوي چې دوی اوربند ته ژمن ندي.”

يحيي داودي؛ “که چیرې مقابل لوری سل په سلو کې اوربند ته ژمن پاتې شي دواړه خواوې به یوې هوکړې ته سره ورسیږي خو که چیرې دوی وغواړي جې د عمل پر ځای له کلمو سره لوبه وکړي د خبرو دوام ناشونی دی .”

د شته نیوکو ترڅنګ د عربستان په مشری ایتلاف کوم غبرګون ندی ښکاره کړی دا په داسې حال کې ده چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځآنګړي استازي له عربستان څخه وغوښتل ترڅو هوایي بریدونه بند کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *