د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو)یو، این، ډي، پي( رییس “داګلاس کیه” وايي، چې د نفوسو ګڼوالی پر طبیعي زېرمو ناسم اغېز کوي او دغه زېرمې له ګواښ سره مخوي.

نوموړي، چې د ځمکې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې په کابل کې جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې، وویل، افغانستان طبیعي زېرمې له جدي ګواښ سره مخ دی.

د اجرایوي ریاست کلتوري سلاکار سید حسین فاضل سانچارکي د اجرایوي ریاست په استازیتوب وویل، چې د باروتو لوګي، چاودنو او د بېلابېلو وسلو کارولو چاپېریال ککړ کړی دی او د انسانانو له پاره یې چاپېریال له ګواښونو ډک کړی دیenvironment-and-humanity_112962_large.

د سانچارکي پر وینا، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پلانونه په ټول هېواد کې پلي کړي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې سرپرست شهزاده مصطفی په ښار کې د ننه د معیاري ودانیو په اړه نیوکه وکړه او یې ویل، چې چاپېریال ساتنې اداره په یوازېتوب سره د هوا د ککړتیا مخنیوی نه شي کولی او له ټولو ادارو نه غواړي، چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د روانې زېږدیزې میاشتې ۲۲ مه نېټه د ځمکې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *