په يمن کي د ستونزې د هوارولو په ناسته کي چي په کويټ کي پيل شوي لاسته راوړني تر لاسه شوي دي

ديمن لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ويلي د خبرو په دوهمه ورځ دواړو خواوو د سولي پر رامنځ ته کولو ټينگار کړی دی او په دي برخه کي يي د گامونو پورته کولو ژمنه کړې ده

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانap-56ګړي استازي اسمعیل ولد شیخ احمد په دې هیواد کې ټولې ښکیلې خواوې د هوایي بریدونو بندولو او د توغندیو د توغولو مخینوي ته رابللې دي. ده دا غوښتنه د هغه اوربند له مخې کړې کوم چې د روانې میاشتې له دیارلسمې نیټې راهیسې په لاره اچول شوی دی. ښاغلي احمد د کویټ خبرې ګټورې ښودلې ویلي یې په دې خبرو کې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.

ده ویلي پّ یمن کې د دواړو ښکیلو ډلو په دې هیواد کې د سولې پر ټینګښت او د جګړې په پای ته روسولو ټینګار کړی دی او د خبرې به نن شنبه هم دوام ولري.

اسماعيل وُلد شيخ احمد – “زه کولای شم ووایم چې د نن ورځې ناسته ډیره ګټوره وه مونږ به پر دریو برخو خبرې وکړو لومړی مسله اوربند او د پلي کیدو پر څرنګوالي دوهمه برخه د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ یوې کړۍ پره رامنځ ته کولو او دریم د سیاسیي لیږد لپاره د یوې کمیټې په رامڼځ ته کولو چې تر اوسه یې په هکله خبرې ندي پیل شوې خو تر ټولو مهمه مسله اوربند دی چې له مخې به یې ټولې هوکړې.”

ده د یمن په هکله د خبرو له پیله مخکې د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونو په تړاو ویلي: دوی په دې هکله د عربستان له چارواکي سره ټلفوني خبرې کړي خو عربستاني مشرانو دوی ته ویلي چې دا بریدونه د انصارالله ډلې د پرمختګ د مخنیوي په موخه په لاره اچولي دي د هغه ډلې پر وړاندې چې د اوربند څخه سرغړونه کوي.

د وسلو را ټولول او د ملي یوالي حکومت رامنځ ته کول د کویټ له ا صلي خبرو څخه شمیرل کیږي خو ویل کیږي چې پّ دې دوه برخو کې دواړه خواوي ژور اختلافات لري. پّ داسې حال کې چې سعودي عربستان د ملي یوالي حکومت څخه مخکې د وسلو په راټولولو ټینګار کوي خو حوثیان بیا د ملي یوالي حکومت او کنګرې رامڼخ ته کولو لومړیتوب بولي وایي: د وسلو را ټولول باید د ملي یوالي حکومت له لومړیتوبونو څخه وشمیرل شي.

د یمن لپاره دملګرو ملتونو استازي ویلي د امنیت شورا به د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره د یمن پخلاینې له خبرو ملاتړ وکړي.

بل لور ته بیوځله یمنیان چې د جګړې له امله له ډیرو ناخوالو سره مخ شوي ژر تر ژره ددې جګړې چې له امله یې شپږ زره دوه سوه کسان وژل شوي د بندیدو غوښتنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *