سعودي شهزاده په هېواد کې پر تيلو داتکا د ايستولو ژمنه کړي ده
سعودي شهزاده په هېواد کې پر تيلو داتکا د ايستولو ژمنه کړي ده
د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده مرستیال او په عين وخت کې د دفاع وزير محمد بن سلمان ژمنه کړي چې دعربستان اقتصاد ته پام اړوي. دامطلب The South China Morning Post ورکړی دي.
دغه لوړ غوښتونکی پلان به د دوشنبي په ورځ داپريل پر ۲۵ نيټه وړاندې شي. د سعودي شاهي دولت په دغه نوي پلان کې د توليد د نوي ډولونو دپراختيا، او پنځه مليونو کسانو ته دکار اضافي ځايونو موندل شامل دي. برسيره پردې سعودي عربستان ، د شهزاده محمد دپلان له مخې بايد په يو لوژستيکي مرکز بدل شي چې دغه هېواد له اسيا څخه اروپا ته او برعکس په يوه سوداکريزه لاره بدل کړي. نو ددې کار دپاره شهزاده په پام کې لري چې د دوو تريليو ډالرو په اندازه خپلواک د شتمنۍ صندوق جوړ کړي. او په عين وخت کې د بريښنا ، د سون او داوبو په رانيولو کې د سعودي عربستان د وګړو سبسايډي له منځه يوسي.