وسله والو طالبانو د سردار سورن سېنګ د وژلو پړه پر غاړه اخيستې

د خیبرپښتونخوا د لږکیو سلاکار سردار سورن سېنګ د جنازې مراسم نن شنبه د بونير په پيربابا سیمه کې ترسره شول، نوموړی د جمعې په ورځ په يوه وسلوال برید کې وژل شوی و.

سردارسینګ له لږکیو سره تړاو لرونکی لومړی کس نه دی، چې په پاکستان کې وژل کېږي160423013706_sardar_suran_singh_640x360_facebook_nocredit.

د بشري حقونو فعالان په دغه هېواد کې د لږکیو پروړاندې کرکه د دغه هېواد تعليمي نصاب یادوي، چې په خبره يې په کوچينوالي کې لا ماشومانو ته د لږکیو پر ضد کرکه ورښوول کېږي.

د خيبر پښتونخوا د اعلی وزیر د لږکیو سلاکار سردار سورن سېنګ د جمعې په ورځ د پښتونخوا په بونېر سیمه کې وسله والو په ډزو وواژه، چې مسوولیت يې پاکستاني طالبانو قبول کړ.

له دې سره چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لږکیو پر وړاندې کرکه په زیاتېدو ده او تر دغه ډول وژنې وروسته اکثره مذهبي ګوندونه د دې غندنه برملا نه کوي.

په پېښور کې د لږکیو یو مشر سردار چرنجیت سینګ وايي، “په اوس وخت کې سردارسورن سېنګ د دوی لپاره يوه رڼا وه، چې اوس په تیاره کې پاته شوو.”

تر سردار سورن سېنګ وړاندې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږکي له مودو راهیسې د وسله والو له خوا په نښه کېږي.

که يوې خوا ته هندو، سیکان، احمديان او داسې نورې لږکي په بېلابېلو نومونو هم ولسي توګه او هم په حکومتي توګه د نورو وګړیو غوندې اسانتیاوې نه لري، نو بلې خوا ته بیا د وسله والو له خوا ډېری وخت د دغو لږکیو سوداګر، سیاستوال او فعالان وژل کېږي.

د بشري حقونو فعاله سمرمين الله يې لامل په پاکستاني تعليمي نصاب کې هغه کرکه ګڼي، چې د دې په خبره په کوچينوالي کې ماشومانو ته ورښوول کېږي.

پېښور مېشتی لیکوال خادم حسین هم له سمرمین الله سره همغږی ښکاري او زیاتوي، “د ریاست د هغه بیان پر ضد چې په یو شانوالي درول شوې دی، د هغې پر ضد مبارزه وکړي”.

پاکستان که څه هم هغه هېواد دی، چې په خپل زرغونه او سپين بېرغ کې يې سپينه برخه په دغه هیواد کې د لږکیو نښه ده، خو د دغه هېواد له جوړېدو سره سم دلته د مېشتو لږکیو ژوند اکثره وخت له کړاوونو ډک یاد شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *